د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

د ډېر اوبې ځایه مصرف زیانونه


ډېر مصرف لکه څنګه چې په اسلام کې منع شوی په ورځني ژوند کې هم د اقتصادي ستونزو لوی لامل کېدای شي، بیا د افغانستان غوندې ملک کې چې اکثره خلک یې ډېر عاید نه لري.

هغوی دومره پیسې ګتی چې د ورځني ژوند ضروري شیان پرې واخلي، خو کله چې اختر یا کوم بل مناسبت وي دومره مصرف کوي چې بیا یې قرض په کلونو کلونو پاتي وي، موږ له داسې کسانو سره غږېدلي یو چې د روژې خرڅ او مصرف ته حیران دي اختر ته خو هسې څه نشي برابر ولای.

فقر او نیستي له نورو ستونزو سره سره له رواني پلوه هم غریب ولس ځپي د کابل اوسیدونکی نجیب وایي چې سهار تر بېګا کله خو شپه تر سبا هم ګلدوزي کوي خو بیا هم په اختر کې کورني لګښتونه نشی پوره کولای.

داسې هم شوي چې ځینو کسانو پېسې قرض کړي، دومره خوراکي مواد یې اخیستي چې اضافه شوي، خراب شوياو بیا یې لرې غورزولي، د کارته نو اوسیدونکی جانان وایي چې دا کارنو بیا بیخي سم نه دي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:10:05 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG