د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

هېواد: د چین پوځي مرسته به ترهګر له انزوا سره مخ کړي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډيره له افغانستان سره د چین مرستو او د واړه اختر په درشل کې روانو ناامنیو ته ځانګړي کړي دي.

سرخط ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، چین په خپلې پوځي مرستې سره وښودله چې یوازې د افغانستان سیاسي ملاتړی نه، بلکې په پوځي برخه کې هم ورسره همکار دی.

په سرمقاله کې راغلي، چین د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال یوازې په اقتصادي پروژو پانګونه کوله، خو اوس ځکه پوځي همکاري کوي چې د افغانستان سوله او امنیت د ځان په ګټه بولي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، چین په داسې حال کې له افغانستان سره پوځي مرسته وکړه چې طالبان د سولې له خبرو په شاشوي او پاکستان د سولې په برخه کې له افغان حکومت سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

د ورځپاڼې په باور، له افغانستان سره د چین پوځي مرسته ممکن پر پاکستان ښه اغیز ونه کړي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، د چین پوځي مرسته به چې پرون یې یوه جوپه افغانستان ته راورسېده، ترهګر له انزوا سره مخ کړي.

په سرمقاله کې راغلي، د چین په پوځي مرستو کې ټرانسپورټي الوتکې، پرمختللې وسلې او نور داسې اړین مهمات شامل دي چې له افغان پوځ سره ښه مرسته کولای شي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، له افغانستان سره په پوځي برخه کې د سیمې د هېوادونو مرستې ګټورې دي او ممکن چین، هند او روسیه له افغانستان سره پوځي مرستو ته دوام ورکړي.

اصلاح ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله د واړه اختر را رسېدو او په دې اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده خپاره شوي پیغام ته ځانګړي کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، طالبانو بیا هم د اختر په رارسېدو له تاوتریخوالي ډک پيغام خپور کړی او مشر یې ویلې دي چې د ملا محمد عمر او ملا اختر محمد منصور تګلاره به تعقیبوي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، طالبان خپل پيغام له پاکستانه خپروي او دغو ډلو ته د پاکستان د صدر اعظم د سلاکار هغې خبرې ډیر جرئت ورکړی چې ویلې یې دي، پر وسله والو ډلو فشار ممکن معکوسه نتیجه ورکړي.

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د اختر د رارسیدو په اړه خپله سرمقاله کې لیکلي چې سبا ممکن د واړه اختر لومړۍ ورځ وي، خو ډیرې افغان کورنۍ د ویر په ټغر ناستې دي.

په سرمقاله کې راغلي، افغانان باید هڅه وکړي چې د اختر په شپو ورځو کې له هغو کورنیو سره د زړه خواله وکړي چې غمځپلې دي او په روژه کې یې خپل خپلوان په جګړو کې له لاسه ورکړي وي.

د سرمقالې لیکوال هیله ښودلې چې اختر به له تاوتریخوالي پرته تېر شي.

XS
SM
MD
LG