د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

 د مېرمنو لپاره د "مورا" تعلیمي او تحصیلي مرکز فعالیتونه


په نننۍ خپرونه کې یوه داسې تحصیلي او تعلیمي مرکز ته ورغلې یم چې په څلورو لویو رشتو طب، کمپوتر ساینس، اداره و منجمنت او تعلیم او تربیي په برخه کې ښځې روزي، دا مرکز یوازې ښځو ته ځانګړی شوی او د تعلیم او تحصیل ترڅنګ مېرمنو ته حرفوي او مسلکي زده کړې هم ورکوي.

"موږ کولای شو" دا د مورا د تعلیمي او تحصیلي مرکز شعار دی چې په دې نږدې وختونو کې د مېرمنو لپاره جوړ شوی او په مختلفو برخو کې نجونې روزي.

د نجونو عالي لیسه، وړکتون، متوسطه طبي انستیوت، پوهنتون او یو روغتون دا ټول د مورا موسسې هغه خدمات دي چې مېرمنو ته د مېرمنو لخوا وړاندې کېږي.

د مورا پوهنتون رییس او موسس پوهنمل ډاکتر عزیزالله امیر په وینا د مېرمنو لپاره د داسې یوه مرکز جوړولو انګېزه ورته هغه وخت پیدا شوه چې په ډېر ماشومتوب کې یې مور د یوه عادي مرض له امله مړه شوه او له هغه وروسته داسې فکر ورسره پیدا شو چې د مېرمنو لپاره به داسې یو مرکز جوړوي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:32 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG