د افغانستان د نجونو د بایسکل چلولو ټیم به په نږدې راتلونکې کې ترکیې ته سفر وکړي.
د افغانستان د بایسکل چلونې فدراسیون رییس عبدالصادق صادقي ازادي راډيو ته وویل چې د بدني روزنې رییس همایون خیري د فرانسې په تور سیالیو کې د بایسکل چلولو د ټیم د لاس ته راوړنو ستاینه وکړه او ژمنه یي وکړه چې دغه ټیم به ډېر ژر ترکیې ته واستوي.
د ښاغلي صادقي په خبره په ترکیه کې د بایسکل چلولو تمریني سیالۍ نړیوالو سیالیو ته د چمتووالي په هدف ترسره کیږي.