په نننۍ خپرونه کې د سیمه ییزو ارګانونو ویاندې او مدني فعالې منیرې یوسف زاده پر سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو خبرې کوو او دا به هم واورو چې د مېرمنو د ژوندانه د ښه کولو په برخه کې یې کوم د پام وړ کارونه کړي دي.
منیره یوسف زاده هغه مېرمن ده چې په ماشومتوب کې د پلار له سیورې بې برخې شوې ده،د داخلي جنګونو په وخت کې له خپلې کورنۍ سره ایران ته مهاجره شوې،د مهاجرت په دوران کې منیره مجبوره وه په ډیر واړه عمر کار وکړي، په وړو او نازکو لاسونو یې غالې اوبدلې له خپلې کورنې سره یې اقتصادي مرسته کوله، خو د کار ترڅنګ یې خپلو زده کړو ته هم ادامه ورکوله او دومره زحمت یې ویستلی چې په ښوونځي کې عمومي اولنمره وه،له ښوونځي نه تر فارغېدو وروسته کله چې د سیاسي علومو رشتې ته کامیابه شوه افغان ماشومانو لپاره یې یو ښوونځی جوړ کړ چې دې هم په کې درس ورکاوه،کله چې په افغانستان کې نظام تغیر وکړ منیره بیرته خپل هېواد ته راستنه شوه او دلته یې ګڼ ټولنیز او سیاسي فعالیتونه پیل کړل اوس یو کال کیږي چې د محلي ارګانونو د ادارې ویانده ده.
د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ.
جوړوونکې: مسعوده نیازۍ