يوه افغان په کابل او ننګرهار کې ګرځنده کتابتون پرانيستی او افغان کوچنيانو ته يې د مطالعې زمينه برابره کړې ده.
استرالیا مېشتی احمد ماهر مومند وايي، دغه کتابتون افغان کوچنيانو ته د ساينسي موضوعاتو په ګډون پر داسي موضوعاتو کتابونه ويشي چې د افغانستان او افغان کوچنيانو په ګټه وي.
ملالۍ بشير له احمد ماهر مومند سره مرکه کړې او په سر کې يې ځيني پوښتلي چې د موسکا په نوم دغه ګرځند کتابتون کله خپل کار پيل کړ او دا فکر څنګه ورته پيدا شو؟