د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

روژه ماتې کې د خوړو څرنګوالي ته پام او ګټې یې


خواړه د انسان د پایښت وسیله ده نو ځکه خو هر وخت په تېره د روژې په مبارکه میاشت کې د خوړو څرنګوالی ډېر مهم وي.

ډاکتران په روژه کې معده له ویده انسان سره تشبه کوی وایي که چېرې یو څوک په ساعتونو ویده وي، کله چې ویښیږي نو په همغه دقیقه یا شیبه دروند بار نشي انتقالوی، همداسې معده هم په روژه کې ټوله ورځ استراحت وي، کله چې ماښام شي نو یو دم د خوږو او ترخو خوړو خوړل ډېر تاوان ورته رسوي، له خوږو او ترخو خوړو سره ځینې کسان ډېر سره شوي شیان هم خوري چې بیا له ګڼو صحي ستونزو سره مخ وي په پیل کې په دې هکله د دوو تنو هغو مېرمنو خبرې اورو چې خواړه ډېر سره کوي.

له سره کړو خوړو سره ترخه او تند شیان هم ورته ستونزې پیدا کوي دا چې ولې روژه تیان په روژه ماتې کې دا ډول خواړه خوري د کابل ښار له څوتنو اوسېدونکو څخه یې اورو.

د داخلې برخې ډاکتر عتیق حلیمي وایي چې دوی ته په روژه کې ډېر هغه کسان د درملنې لپاره ورځې چې په خپله یې د همدې نامناسبه خوړو له امله ځان ته صحي مشکلات پیدا کړي وي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:10:03 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG