د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۷

د ښځو لپاره د قابلې شکیلا بېدار فعالیتونه

په روانه خپرونه کې له هغې قابلې سره غږیدلې یم چې په ځینو ناامنو ولایتونو کې د قابلو د روزنې مسووله ده، مختلفو ولایتونو ته سفر کوي، کورنۍ دې ته راضي کوي چې خپلې لورګانې د قابلو په پروګرام کې شاملې کړي او په دې نږدې وختونو کې یې په نړیواله کچه د غوره قابلې لقب هم ګټلی دی.

شکیلا بېدار هغه مېرمن ده چې زده کړې یې د قابلګۍ په برخه کې کړي دي او اوس په همدې رشته کې د لسانس تر کچې خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي، نوموړې له ۱۵کلونو راهیسي د مېرمنو د روغتیا په برخه کې په مختلفو ولایتونو لکه پکتیکا، میدان وردګ، لغمان او کاپیسا کې کار او فعالیت کړی او اوس هم په دې برخه کې د ناروې د کمېټې لخوا په لغمان او کاپیسا ولایتونو کې د نرسانو او قابلو د پروګرام مسووله ده نوموړې په دې پروګرام کې په سیمه اییزه کچه نرسانې او قابلې روزي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:21 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG