د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

د خصوصي پوهنتونونو لپاره به یو واحد فیس وټاکل شي!


په دې تاندې څانګې کې د خصوصي پوهنتونونو یا د لوړو زده کړو د شخصي مؤسسو د لوړو فیسونو په اړه غږیږو چې ځوانان يې د کمولو غوښتنه کوي خو داسې ښکاري چې د ازاد بازار اصطلاح تحصيلي او اکاډميکو ادارو ته هم ورغځېدلې ده.

د دې موضوع تر څنګ دغو خصوصي پوهنتونونو ته په تخفیف د ورمعرفي شوېو ځوانانو د ګیلو مانو په اړه د لوړو زده کړو وزارت او د ځوانانو معينیت ځواب هم اورو چې ویل کيږي د وخت په تېرېدو سره د اړوند پوهنتون اداره معاف شوی فیس په ډول ډول بهانو ترې غواړي.

بشپړ خپرونه د "تاندې څانګې" تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلای شئ او د دې خپرونې بشپړ متن د تاندې څانګې پر فیسبوک پاڼه موندلی شئ.

تاندې څانګې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:48 0:00
مستقیم لېنک

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلای شئ:

ازادي راډیو

او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:

Shafaqn@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوو بجو او د سې شنبې په سهار د لسو بجو په خپرونه کې خپريږي.

XS
SM
MD
LG