ځینې مېرمنې وایي چې په کار ځای کې ورسره د ځینو نارینه وو لخوا سم چلند نه کېږي او په مختلفو بهانو ځورول کېږي،دا چې مسؤل ارګانونه او د ښځو اړوندې ادارې په دې برخه کې څه وایي په دې پروګرام کې یې را سره واورئ.
زموږ په ټولنه کې مېرمنې نه یوازې دا چې په کور دننه له ګڼو ستونزو سره مخ دي بلکې هغه مېرمنې چې له کوره بهر په دولتي یا غیر دولتي ادارو کې کار کوي هم له ډول ډول ناخوالو سره لاس او ګریوان دي، په ځینو مواردو کې مېرمنې په کار ځایونو کې هم د خپلو نارینه وو همکارانو له خوا له جنسي ځورونو سره مخ دي.
زموږ په ټولنه کې د بدو رواجونو، ناسمو دودونو او نا سمې تربیې له وجې ښځې په کاري او تعلیمي مرکزونو کې په مختلفو شکلونو ځورول کېږي او جنسیتي تبعیض ورسره کېږي.
شاید په کاري چاپیریال کې ډېری مېرمنې له دا ډول ستونزو سره مخ وي خو دا چې د خپل عزت او هغو مجبوریتونو له مخې چې یوه مېرمن کار او پیسو ته اړتیا لري دا موضوع نه افشا کوي.
د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
جوړوونکې:مسعوده نیازۍ