د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

د سلما بند په اړه د نړۍ د معتبرو ورځپاڼو تبصرې


د نړۍ زياتو معتبرو ورځپاڼو په هرات کې د افغان-هند د دوستۍ يا سلما بند د پرانيستنې په باب ليکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

سټار ټربيون:

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې سټار ټربيون په دې اړه په يوه مطلب کې ليکلي، د افغان-هند د دوستۍ دغه بند د هندوستان په نژدې ٣٠٠ مليونه ډالره لګښت جوړ شوى او تقريباً له يوې لسيزې يې د بيارغونې کارونه روان وو.

په مطلب کې راغلي دغه بند به چې پرون د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هندوستان د صدراعظم نريندرا مودي له خوا رسماً پرانيستل شو، ٤٢ ميګاواټه برېښنا توليدوي او ٧٥زره هکټاره کرنيزه ځمکه به خړوبه کړي.

دي ايکانوميک ټايمز:

له هنده خپرېدونکې ورځپاڼې دي ايکانوميک ټايمز هم د افغان-هند د دوستۍ يا سلما بند پر پرانيستنې يوه مفصله ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، د افغان-هند د دوستۍ بند يوه تاريخي اساسي پروژه ګڼل کېږي، چې د هرات ښار د ختيځ په ١٦٥ کيلومترۍ کې پرته ده.

تمه کېږي دغه بند د هرات ولايت د زراعتي اقتصاد په وده او پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

دي ايکانوميک ټايمز د مطلب په دوام زياتوي، د دې بند د اړتيا وړ سامانونه او مواد د سمندر له لارې اول د ايران بندرعباس بيا له هغه ځايه پر شا و خوا ١٢٠٠ کيلومتره ځمکنيو لارو د هرات اسلام قلعه بندر او بيا تر ٣٠٠ کيلومتره مزله وروسته د بند د رغونې ساحې ته انتقال شوي دي.

ويل شوي چې په دې پروژه کې ١٥٠٠ افغان او هندي انجنيران په سختو شرايطو کې د اوږدې مودې لپاره په کار بوخت وو.

په مطلب کې راغلي د هند صدراعظم نريندرا مودي تر دې مخکې د ډسمبر پر ٢٥مه کابل ته سفر کړى و،چې هغه وخت يې د افغانستان د ملي شورا نوې وداني، چې د هند د ٩٠ مليونو ډالرو په لګښت جوړه شوې وه، پرانيستله.

د ورځپاڼې په مطلب کې هندوستان د افغانستان ستراتيژيک متحد بلل شوى او ويل شوي چي دغه هېواد په افغانستان کې پر اساسي پروژو دوه مليارده ډالره لګولي دي.

دي نيو انډيان اکسپرس:

دي نيو انډيان اکسپرس ورځپاڼې بيا تر ډېره د افغان-هند د دوستۍ بند په پرانيست غونډه کې د هند د صدراعظم پر وينا تمرکز کړى دى.

ورځپاڼې د نريندرا مودي هغه خبرې رااخيستي چې ويلي يې دي، موږ دلته راغونډ شوي يو چې د افغانستان د ښې او خوشحاله راتلونکي لپاره د افغانستان تعهد ولمانځو او درناوى يې وکړو.

ورځپاڼې د مودې په حواله ليکلي چې ويلي يې دي: دغه بند يوازې په خښتو او ساختماني موادو نه، بلکې زموږ د دوستۍ له باور او د افغانانو او هنديانو له شجاعت نه جوړ شوى دى.

دي نيو انډيان اکسپرس ورځپاڼې ليکلي، چې نريندرا مودي پنځو هېوادونو ته د سفر په لړ کې اول په افغانستان کې تم شو، دى به وروسته قطر، سويس، امريکا او مکسيکو ته ځي.

XS
SM
MD
LG