د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

په افغانستان کې د ولادي فيسټولا پېښې کمې شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په مېرمنو کې د ولادي فيسټولا پېښې د پخوا په پرتله کمې شوي دي.

عامه پوهاوی، روغتیايي خدماتو ته د ښځو لاسرسی، د زیږنونو ترمنځ د واټن مراعاتول، پر وخت ودونه او داسې نور هغه لاملونه دي چې په هېواد کې یې د ولادي فیسټولا ستونزې کمې کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ په کابل د ولادي فیسټولا د ختمولو د نړیوالې ورځې د نمانځلو په غونډه کې وویل، په افغان میرمنو کې دا ناروغي د تېرو کلونو په پرتله کمه شوې ده.

د کابل ښار د ملالۍ زیږنتون د ریاست سرپرستې حفیظې عمرخېل وویل، په تېرو کلونو کې د دې ناروغۍ ۸۰ فیصده عملیات بریالي وو خو اوس مهال دا عملیات ۹۷ فیصده بریالي ترسره کیږي.

اغلې عمرخېل زیاته کړه:

"له نېکه مرغه په هره حوزه او هره ولسوالۍ کې روغتیایي کلینکونه زیات شوي او د عامه پوهاوي پروګرامونه هم پراخ شوي دي. د دې له امله په مېرمنو کې د ولادي فیسټولا ستونزه کمه شوې ده."

فیسټولا هغه جراحي ستونزه ده د غېر طبیعې زیږون وروسته مېرمنو ته پیدا کیږي او مېرمن نه شي کولای چې د خپلې وینې او اوبو ضایع کېدل کنټرول کړي.

فیسټولا هغه جراحي ستونزه ده د غېر طبیعې زیږون وروسته مېرمنو ته پیدا کیږي.
فیسټولا هغه جراحي ستونزه ده د غېر طبیعې زیږون وروسته مېرمنو ته پیدا کیږي.

دا پېښې کله کله دومره شدیدي وې چې له امله یې نوي زیږیدونکي ماشوم مري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل ښار په ملالۍ زیږنتون کې د فیسټولا په ستونزو اخته میرمنې، په وړیا توګه معالجه کیږي.

په دې روغتون کې هر کال د ولادي فیسټولا په ستونزو د ۱۵۰اخته و مېرمنو درملنه کیږي.

همدارنګه د دې ترڅنګ د کیور روغتون هم دې ډول مېرمنو ته خدمات وړاندې کوي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د وګړو صندق استازي وايي، دا صندق چمتو دی د فیسټولا په ولادي ستونزو له اخته مېرمنو سره مرستې وکړي.

بلید اوریانا په دې اړه وویل:

"د (یو.اېن.اېف.پي.اې) دفتر د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره په دې برخه کې تل همکاري کړې ده، دوی هرکال د ملالۍ زیږنتون د فیسټولا د درملنې په مرکز کې د ۱۵۰ مېرمنو درملنه کوي."

یو.اېن.اېف.پي.اې: چمتو یو چې د فیسټولا په ولادي ستونزو له اخته مېرمنو سره مرستې وکړو.
یو.اېن.اېف.پي.اې: چمتو یو چې د فیسټولا په ولادي ستونزو له اخته مېرمنو سره مرستې وکړو.

د ملګروملتونو د وګړو د صندق استازي وايي، په روان کال کې به د فیسټولا د درملنې یو مرکز په هرات او په راتلونکي کال کې به ورته مرکزونه، په ننګرهار، بلخ او کندهار ولایتونو کې پرانېزي.

د ملالۍ زیږنتون ډاکټران وايي، که د فیسټولا د ناروغۍ جدي درملنه ونه شي، کیدای شي مېرمن په روحي او جسمي ناروغیو اخته کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG