د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د کم عمره کسانو موټر چلول کومې ستونزې رامنځته کوي؟


د ترافیکو د قانون له مخې له اتلس کلنۍ نه د کم عمرکسان د موټر چلولو حق نه لري، خو ځینې کسان لکه څنګه چې ډیری قوانین نه عملي کوي همداسې د ترافیکو قانون ته هم غاړه نه ږدي.

تنکیو ځوانانو او وړو ماشومانوته موټر ورکوي چې زده یې کړي او یا هم خپله ماشومان پرته د کورنیو له خبرولو په پټه موټر چلوي کورنۍ هغه وخت خبریږي چې ماشوم یې له پېښې سره مخ شوي وي، د کابل له اوسیدونکي شپاړلس کلن داود سره مو هغه وخت خبرې کړي چې موټر یې مینځه هغه وایي چې څو ځله یې د خلکو موټر د هغوی له اجازې پرتهچلولي.

حاجي اکرم وایي چې وراره یې بل ماشوم چې د پلار موټر یې چلاو وهلي، اوس د ماشوم پلار په دې جرم چې زوی ته یې موټر ورکړی و بندي دی، ورپسې د پکتیکا اوسیدونکی سلیمان خېل او د کابل اوسیدونکی ملنګ جان هم د ورته پیښو کیسې کوي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:10:12 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG