افغانستان
د کندز د امنیې قوماندانۍ اداري مدیر وسله والو طالبانو نیولی
د کندز امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ اداري مدیر د کندزــ تخار په لویه لاره کې د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوې دی.
د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون ویاند محفوظ الله اکبري ازادي راډيو ته وویل وحیدالله بیګزاد د خان اباد ولسوالۍ د خواجه پستې په سیمه کې هغه مهال د طالبانو لاس ته ورغلی چې له تخاره کندز ته په لاره و.
ښاغلي اکبري زیاتوي چې دامهال افغان امنیتي ځواکونو د نوموړي د خلاصون لپاره عملیات پيل کړي دي.
بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه نیول کیدل تائیدوي او وايي چې د بیګزاد یو ساتونکی په جګړه کې ټپي شوی هم دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان او منځنۍ اسیا د هیوادو استازیو پر اقلیمي بدلون خبرې وکړې
د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د « غرونه او اقلیمي بدلونونه» په نوم غونډه کې د اقلیمي بدلون اغیزې وارزول شوې، همداراز د اوبو او طبیعي سرچینو د ګډ مدیریت پر مساله بحث وشو او ټینګار وشو چې سیمه ییزه همکاري پياوړې شي.
په دې درې ورځنۍ غونډه کې چې د جمعې په ورځ پای ته ورسیده
د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هیوادو او یوشمیر نړیوالو سازمانونو استازیو برخه اخیستې وه.
د طالبانو د چاپيریال ساتنې د ملي ادارې د رییس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ یو پلاوی دې غونډې ته ورغلی و. دې ادارې په یوه بیان کې ویلي دي چې د استانې په غونډه کې د افغانستان په څېر غرنیو سیمو ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وشوه.
په ترکیه کې د افغانستان د جمهوري نظام د یوشمیر چارواکو غونډه
د ترکیې په پلازمینه انقره کې یو شمیر افغانانو د جمعې په ورځ د سیمې د تحولاتو او افغانستان په تړاو خبرې وکړې.
د دې غونډې یوې ګډونوالې شکریې بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل چې دا غونډه د لاجورد یولي په نوم د ترکیې د یوه تحقیقاتي مرکز له لورې جوړه شوې وه.
اغلې بارکزۍ زیاته کړه چې په غونډه کې د افغانستان د جمهوري نظام د کابینې او پارلمان د یوشمیر غړیو ترڅنګ ځینو سیاسونو برخه اخیستې وه او دا غونډه تر ډيره اکاډیمیکه وه.
د لاجورد یولي مرکز په یوه بیان کې ویلي دي چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له ژورو ننګونو سره مخامخ دی چې د سیمه ییزو بدلونونو له امله اغیزمن شوی دی. د دې مرکز په باور دغو تغییراتو په افغانستان کې د حکومتدارۍ او مشروعیت په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.
د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره څه باندې ۷۰۰۰ افغانان سعودي عربستان ته رسېدلي
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې تر اوسه د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره اووه زره دوه سوه درې شپیته افغانان مدینې منورې ته انتقال شوې دي.
له یوې اونۍ راهیسې دا کسان په الوتکو کې سعودي عربستان ته لېږدیدلي دي.
ټاکل شوې ده چې سږکال دیرش زره افغانان له افغانستانه سعودي عربستان ته د اریانا او کام اییر الوتکو له لارې په شپږ نوي الوتنو کې انتقال شي.
د حج سږني مراسم د مې په وروستۍ اونۍ کې پیلیږي.
د سراسري امنیت ادعا؛ د سنوکر فدراسیون مشر چې وسله والو سړي تښتوونکو وژلی وو نن یې مړی خاورو ته وسپارل شو
د افغانستان د سنوکر او بیلیارد فدراسیون مشر وحیدالله اصغري چې څو ورځې مخکې کابل کې وژل شوی وو نن یې مړی خاورو ته وسپارل شو.
وحیدالله اصغري تېره سه شنبه د شپې ناوخته په کابل کې نامعلومو وسله والو تر تښتولو وروسته وژلی وو.
د اصغري کورنۍ ته دوه ورځې وروسته د هغه مړی سپارل شوی وو.
د هغه زوی علي عباس اصغري رسنیو ته ویلي چې د طالبانو حکومت یې باید د پلار د وژنې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.
د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي چې د پېښې عاملین به ونیسي.
وحیدالله اصغري له څو کلونو راهیسې د افغانستان د سنوکر او بیلیارد فدراسیون مشر وو او د المپیک کمېټې ته نږدې یې د افغان کلب په نوم د سنوکر یو کلب هم درلود چې وخت ناوخته به پکې په ملي کچه لوبې هم کېدلې.
که څه هم د طالبانو د پوره امنیت ادعا کوي خو دا او ځینې نورې امنیتي پېښې چې په تېره ځینې ورزشکاران پکې په نښه شوي بل څه وايي.
د کابل د غېږنیونې جشنواره؛ ۱۶۰ هلکان لوبیږي. نجونې ان جمنازیوم ته هم نه پرېښودل کېږي
کابل د دویزې غیږنیونې د جشنوارې کوربه دی چې د اوه هېوادونو لوبغاړي پکې برخه لري.
د کورش، سامبو، رستمي غېږنېونې او کشتنګیرۍ په برخو کې ۱۶۰ لوبغاړي له یو بل سره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، ایران، قرغزستان،تاجکستان،ترکیه،ترکمنستان او ازبکستان استازي لوبېږي.
ځینو افغان لوبغاړو په دې سیالیو کې خپل بهرني سیالان مات کړي او نورو پړاوو ته وتلي دي.
افغانستان کې داسې وخت د نارینه وو لوبغاړو دا لوبې روانې دي چې نجونې له هر ډول ورزشي فعالیته محرومې دي او ان جمنازیمونو او میدانونو کې د لوبو نندارې ته هم نه پرېښودل کېږي.
ګڼې افغان ورزشکارانې چې له هېواده وتلې هلته په جلاوطنۍ کې خپلې لوبې مخته بیايي.
ټرمپ پر ایران د اټومي وسلو کارول رد کړل
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په وړاندې د اټومي وسلو کارول رد کړل.
پنجشنبې ناوخته په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال، د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې "هیچا ته باید اجازه ورنکړل شي چې د بل چا پر وړاندې اټومي وسلې وکاروي."
هغه یادونه وکړه چې د دې کار اړتیا نشته، ځکه چې "موږ دوی په دودیز ډول له منځه وړي دي."
په ورته وخت کې، ډونالډ ټرمپ ټینګار وکړ چې که له ایران سره کومه موافقه ونه شي،: «نو هغه به له پوځي لارې خبر خلاصه کړي.»
د امریکا ولسمشر په سپينه ماڼۍ کې همداراز د اسراییلو او لبنان تر منځ هم د دریو اونیو په مخ د اوربند د تمدید خبر ورکړ.
هغه وویل چې د لبنان او اسراییل له لوړپوړو استازیو سره یې سپينه ماڼۍ کې لیدلي او رغنده خبرې یې کړي دي.
ټرمپ زیاته کړه چې نږدې راتلونکې کې به د لبنان ولسمشر او د اسراییل صدراعظم امریکا ته هم ورشي.
ولسمشر ټرمپ ویلي له قطر څخه کانګو ته د ۱۱۰۰ افغانانو د استولو له پلانه خبر نه لري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو راپورونو په اړه بې خبري وښوده چې د امریکا حکومت غواړي د قطر له یوه کمپ څخه ۱۱۰۰ افغانان کانګو ته انتقال کړي.
ولسمشر ټرمپ تېره شپه سپینه ماڼۍ کې د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وویل چې : "په دې اړه نه پوهېږي خو احوال به واخلي."
نیویارک ټایمز تېره اوونۍ راپور ورکړی وو چې امریکا پلان لري د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال د قطر له یوه پوځي کمپه د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.
په « سیلیه » کمپ کې میشت افغان کډوال هم چې له کلونو راهیسې امریکا ته د لېږد په تمه دي د خپل نامعلوم وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي.
طالبانو په بغلان کې یوشمیر کسان نیولي
په بغلان کې د طالبانو امنیه قومانداني د یو ویشت کسانو د نیولو خبر ورکړ. دا کسان د موسیقي غږولو او شراب څښلو په تور تورن شوې دي.
امنیه قومانداني په ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې له دې تورنو کسانو څخه د موسیقي الې ګرځول شوي چې په دغو کې دمبوره، غیچک، طلبه او هارمونیه شامل دي.
د بغلان د امنیه قومانداني په وینا له تورنو کسانو څخه یې دیارلس بوتله شراب هم ترلاسه کړې دي.
د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې چې طالبانو کابل نیولی دی، موسیقي یې منع کړې ده او په مختلفو ولایتونو کې یې د موسیقي الې نیولي او سوځولي دي.
اروپایي ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې اعلان وکړ
اروپايي اتحادیې وویل چې په افغانستان کې به له هغو کسانو سره چې وروستیو سیلونو سخت ځپلي دي د یولک او پنځه اویا زره یورو مرستې وکړي.
دغې اتحادیې د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په دې مرستې به په بادغیس، فراه، غور، هلمند، کندهار، هرات، لوګر او روزګان کې د شاوخوا دولس زره کسانو لاسنیوی وکړي.
دا مرستې وروسته تر دې اعلان شوې چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې په وروستیو څو اونیو کې له سختو بارانونو وروسته سیلونه بهیدلي.
د طالبانو د طبیعي پیښو د مدیریت څانګې وویل چې د ورښتونو او طبیعي پېښو له امله د یوې میاشتې په ترڅ کې د تلفاتو شمیر ۲۱۴ ته لوړ شوی دی.
یوناما یوځل بیا په نجونو باندې د لګول شویو محدودیتونو دلیرې کیدو غوښتنه کوي
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما،د طالبانو لخوا په نجونو باندې د لګول شويو بندیزونو د لیرې کیدو غوښتنه وکړه.
یوناما د پنجشنبې په ورځ ، د "معلوماتو او ارتباط په تخنیک کې د نجونو" دنړیوالې ورځې په مناسبت دا غوښتنه وکړه.
یوناما وویل څلورنیم کاله کیږي چې د نجونو یو نسل له زده کړو پاته دی.
یوناما وايي تحصیل او په ځانګړې توګه داطلاعاتو او ارتباط د تخنیک په برخه کې زده کړې ، د کار ، نوښت او ښې راتلونکې لپاره لار پرانیزي.
د معلوماتو او ارتباط په تخنیک د نجونو ورځ هرکال د اپریل په ۲۳ مه لمانځل کیږي.
طالبانو واک ته په ستنیدو پیل کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو بندیز ولګاوه او وروسته یې د پوهنتونو دروازې هم د نجونو او ښځو په مخ ترامرثانی وتړلې.