په پاکستان کې د سياسي چارو څارونکي او د عوامي نېشنل ګوند غړې بُشری ګوهر وايي، د افغان کډوالو په اړه د سرفراز بګټي خبرې په پاکستان کې افغان کډوال له خطر سره مخامخ کوي.
د پاکستان د بلوچستان د کورنیو چارو وزير سرفراز بګټي ويلي و چې په دغه هېواد کې افغان کډوال باید ژر تر ژره ووځي ځکه چې پاکستاني وګړي وژني او په دغه هېواد کې تروریستي فعالیتونه کوي.
وروسته راپورونه خپاره شول چې بګټي خپله خبره اخېستې او بخښنه يې غوښتې او ويلي يې دي چې دی ډېر احساساتي شو ځکه يې داسې خبرې وکړې.
سرفراز بګټي ولې دا خبرې بېرته واخېستې؟ دا پوښتنه ملالۍ بشير له بُشری ګوهر سره د دغې مرکې په سر کې کړې.
مرکه په ګډه لاندې اورو: