د امریکا ولسمشر بارک اوباما یوه ورځ وروسته تر دې چې د طالبانو نوی مشر وټاکل شو وویل، داسې نه ښکاري چې طالبان به په لنډه موده کې له جګړو لاس واخلي.
د طالبانو نوي مشر ملا هبتالله تر اوسه د سولې په اړه نظر نه دی ورکړی، نو څرنګه اوباما له طالبانو د سولې هیله نه لري؟
دا پوښتنه احمد شیبر د مرکې په پیل کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد ودیر ساپي څخه کړې، ښاغلي ساپي په ځواب کې وویل: