د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

بیسوال: واشنګټن د چابهار تړون څېړي


د امریکا بهرنیو چارو وزارت د امریکایي سناتورانو د دغې پوښتنې په ځواب کې چې د چابهار د بندر د پراختیا لپاره پانګه لګونه د نړیوالو بندیزونو څخه سرغړونه ده کنه؟ وویل چې واشنګڼن دغه پروژه له نږدې څاري.

افغانستان، ایران او هند د دې لپاره چې دغه بندر د حمل او نقل او ټرانسپورټ په یوه سیمه يیز مرکز بدل کړي د دوشنبې په ورځ یې یو درې اړخېز تړون سره لاس لیک کړ.

هند وویل چې د چابهار د بندر د پراختیا لپاره سلګونه میلیونه ډالر لګوي.

ځینو امریکايي سناتورانو اندېښنه څرګنده کړه چې د ایران په جنوب کې د چابهار د بندر په پراختیا پانګه لګونه کیدای شي په دغه هېواد باندې لګول شوي نړیوال بندیزونه مات کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیالې نیشا دیسي بیسوال
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیالې نیشا دیسي بیسوال

خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیالې نیشا دیسي بیسوال دوی ته وویل چې واشنګټن د دغو بندیزونو د دوام په هکله نوي ډهلي سره خبرې کړي دي.

هغې د امریکا د سنا د مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته وویل:

"موږ باید د چابهار تړون څېړو ترڅو وکتل شي چې ایا نړیوال بندیزونه ماتوي کنه."

د هند صدراعظم نریندرا موډي د دوشنبې په ورځ د چابهار د بندر د پراختیا لپاره د پنځه سوو میلیونو ډالرو د لګونې ژمنه وکړه.

د رویټرز د خبري اژانس رپوټ زیاتوي:

امریکا او اروپايي اتحادیې له تهران سره د اټمي توافق په اساس په تیرې جنورې میاشتې کې په ایران لګول شوي بندیزونه لېرې کړل خو یو شمېر بندیزونه چې د ترورېزم او د بشري حقونو په ارتباط په دغه هېواد لګول شوي دي تر اوسه هم پاته دي.

میرمن بیسوال وویل چې هغه په دې باور ده چې د ایران او هند د اړیکو تمرکز د انرژي او سوداګري په مسایلو دی او د امریکا حکومت دا مني چې هند انرژي او سوداګري لارو ته اړتیا لري.

هغې وویل چې د نوي ډهلي په نظر ایران د افغانستان او منځنۍ اسیا لور ته د هند لپاره دروازه پرانېزي او هند دیته اړتیا لري.

د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو ته د هند د وچې لار د پاکستان تر کنټرول لاندې ده او دغه دواړه اټمي ګاونډي هېوادونو د کلونو سیالۍ او خصومت سره لري.

د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو ته د هند د وچې لار د پاکستان تر کنټرول لاندې ده
د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو ته د هند د وچې لار د پاکستان تر کنټرول لاندې ده

میرمن بیسوال زیاته کړه چې د ایران اوهند ترمنځ د پوځي همکاری کومه نښه يې چې امریکا ته د اندیښنې وړ وي لیدلې نه ده.

ټاکل شوې ده چې د هند صدراعظم راتلونکې میاشت امریکا ته ولاړ شي او د کانګرس یوې ګډې غونډې ته وینا هم وکړي.

د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې وتلي ډیموکراټ غړي سناتور بین کاردن میرمن بیسوال وپوښته چې ایا تمه لري چې ښاغلی موډي به د دغه سفر په ترڅ کې امریکا سره د امنیتي همکاري رسمي تړونونه لاس لیک کړي؟

هغې په ځواب کې وویل چې امریکا او هند اوس هم په څو امنیتي برخو کې پیاوړي همکاري لري او واشنګټن غواړي دغه همکاري نوره هم پراخه او ژوره کړي.
واشنګټن په داسې حال کې چې چین یو راتلونکی سیال ځواک ویني ډهلي سره خپلو اړیکو ته اهمیت ورکوي.

XS
SM
MD
LG