د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

ملي ارمان:ایا د مظاهرې په منځ کې بلوا کوونکو نفوذ درلود؟


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ په کابل ښار کې په پرونۍ مظاهرې لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي د پرونۍ مظاهرې په بهیر کې د کابل ښار مرکزي او ډیپلوماټیکه برخه بشپړه فلج وه.

وړاندې په مطلب کې راغلي د مظاهرې له امله ځمکنی او هوايي ټرانسپورټ له سقوط سره مخ و، بازارونه، ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي وو،دوکانونه، شرکتونه،عامه خلکو اوسوداګرو ته په میلیونه افغانۍ زیان اوښتی.

ورځپاڼې د ولسمشرله قوله لیکلي له ترکمنستانه د وارداتي ۵۰۰کیلو ولټه برېښنا پروژې ټولې چارې ځنډول شوې او د مظاهره کوونکو د مشرانو په ګډون یوه کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د پروژې ټول اړخونه دې وڅېړي.

سرنوشت:

سرنوشت په خپلې سرمقالې کې لیکلي ملي پروژې باید په دغه ډول حرکتونو سره تخریب نه شي.

لیکوال سپارښتنه کوي حکومت هم باید اجازه ورنه کړي چې څوک د خپلو شخصي ګټو او سیاسي سوداګرۍ لپاره د دغه ډول لوېو پروژو پر وړاندې خنډونه راپیدا کړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي هغوی چې د پردیو په اشاره دغه ملي پروژه له خنډ او ځنډ سره مخ کوي، حکومت یې باید پر وړاندې پرېکنده دریځ ولري او قانوني چلند دې ورسره وکړي.

ملي ارمان:

د ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې پوښتنه شوې ایا د مظاهرې په منځ کې بلوا کوونکو نفوذ درلود؟

د لیکوال د معلوماتو له مخې یو شمېرکسان چې ظاهراً مظاهره کوونکي معلومېدل، لیدل شوي چې په امنیتي ځواکونو یې د ډبرو حمله کړې.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې دا کسان باید پيدا شي او سزا ورکړل شي، ځکه د جنبش روشنايي غړو هم رسنیو ته ویلي چې دا کسانو د دوی غړي نه وو.

انیس:

انیس دولتي ورځپانې لیکلي د ډیموکراټیکو او ولسواکه نظامونو یوه ځانګړنه دا ده چې خلک خپلې ستونزې د مذاکراتو له لارې حل کوي.

د لیکوال په باورکله چې سترې مظاهرې کیږي نو د امنیت ساتنې لپاره یې زیاتو ځواکونو ته اړتیا لیدل کیږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونو دا مهال په بېلابېلو جبهو کې له وسله والو سره په جګړه بوخت دي، نو ستونزمنه به وي چې افغان امنتیي ځواکونهد دومره لویې مظاهرې امنیت خوندي کړي.

په پای بلې دولتي ورځپاڼې هېواد لیکلي ملي پروژې باید د قومي غوښتنو ښکار نه شي.

ترتیب کوونکی: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG