د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

خبرونه

د ازادي راډیو د کرکټ لوبډلې خپله لومړې سیالۍ وګټله

د ازادي راډیو د کرکټ لوبډلې په خپلې لومړې سیالۍ کې چې د افغانستان د رسنیو د ۶لوبډلو ترمنځ د دوستي د جام په نامه په کابل کې ترسره شوه نن د جمعې په ورځ د خبریالانو د فدراسیون لوبډلې ته ماته ورکړه.

د ازادي راډیو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د بیټنګ پریکړه یې وکړه.

دې لوبډلې سیالې ته د ۱۵اورونواو د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره وتوانیدل چې ۲۰۷منډې وکړي.

خو وروسته د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون لوبډلې د ۹لوبغاړو په سوځېدو او د ۱۵اوورونو په لوبولو سره ۱۷۰منډې جوړې کړې چې نوموړی هدف یې پوره نه کړ.

دا سیالۍ د رسنیو ترمنځ د دوستۍ د جام په نوم نن د جمعې په ورځ په کابل کې پیل شوې.

د ازادي راډیو راتلونکې لوبه د شمشاد نیټورک لوبډلې سره ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

نن جمعه، د مې میاشتې درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده

ارشیف: افغان خبریالان
ارشیف: افغان خبریالان

نن جمعه، د مې میاشتې درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده.

دا ورځ سږ کال بیا له داسي وخت کې سره برابریږي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بیان او رسنیو د ازادۍ د محدودیتونو په اړه اندېښنې نه یوازې کمې شوي نه دي، بلکې تر تېرو دوو کلونو هم زیاتې شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته په څه کم درېیو کلونو کې د رسنیو د قانون خلاف د طالبانو له لوري لږترلږه ۱۷ دستورالعملونه اعلان شوي دي.

دغه مرکز پرون پنجشنبې په خپله اعلامیه کې وویل چې د طالبانو په دستورالعملونو کې په ملي راډیو تلوېزیون کې د ښځو د کار مخنیوی، د مدني اعتراضونو او مظاهرو پر خپرېدو بندیز، د ښځینه ویندویانو د مخ پټول او دې ته ورته نور موارد شامل دي.

طالبان وايي چې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د رسنیو ملاتړ کوي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته سلګونه رسنۍ له فعالیته لوېدلي، زرګونه خبریالان له هېواده وتلي او یو شمېر نورو دندې له لاسه ورکړي دي.

په دې موده کې لسګونه خبریالان نیول شوي، ځینې یې وروسته خوشي شوي او ځینې لا هم په بند کې شپې سبا کوي.

د پاکستان حکومت امریکا د اډو ورکولو اوازې ناسمې وبللې

د پلازمېنې اسلام اباد یوه څنډه کې د پاکستان بیرغ
د پلازمېنې اسلام اباد یوه څنډه کې د پاکستان بیرغ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبې وویل، هغه اوازې ناسمې دي چې ګنې پاکستان امریکا ته اډې ورکړي.

د دغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په خپله خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پاکستان کوم بهرني هېواد ته اډې نه دي ورکړي.

دې په عین حال کې وویل چې پاکستان هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د بل هېواد خلاف د پاکستان له فضايي حدودو کار واخلي.

تېره اوونۍ د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر عمرایوب ویلي وو چې پاکستان امریکا ته دوې اډې ورکړي او حکومت باید په دې اړه وضاحت ورکړي چې دا اډې اوسني که مخکیني حکومت ورکړي دي.

د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو هم څو ځلې ویلي چې افغانستان ته بې پېلوټه الوتکې د یوه ګاونډي هېواد له فضا څخه تېرېږي.

طالبان له ایران سره سوداګري راکړه ورکړه لس میلیارد ډالرو رسوي

نیمروز کې د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي بندر یوه څنډه
نیمروز کې د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي بندر یوه څنډه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وايي چې له ایران سره سوداګري راکړه ورکړه به لس میلیارد ډالرو ته ورسوي.

عزیزي، چې د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی، پرون د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ایران ایسنا خبري اژانس ته وویل چې د چابهار بندر له لارې د ټرانزیټ د پراختیا لپاره ګډه کمېټه جوړوي.

ده وویل چې له ایران سره یې په مخکینیو سفرونو کې هم د چابهار بندر په اړه خبرې کړي او غواړي چې دا بندر سل په سلو کې فعاله شي.

د افغانستان د تېر جمهوري حکومت، ایران او هند د موافقې پر اساس، پر چابهار بندر هند سل میلیون ډالره پانګونه وکړه.

د پاکستان د ټرانزیټي لارو د بیا بیا بندېدو او د افغان سوداګرو د وارداتو او صادراتو په لار کې خنډونه سبب شوي چې د طالبانو حکومت د ایران د چابهار بند ته پام زیات کړي.

د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو وړاندوینه شوې

وروستیو سېلابونو په هرات کې خلکو ته زیانونه اړولي دي.
وروستیو سېلابونو په هرات کې خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د نن جمعې او سبا شنبې لپاره د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو وړاندوینه کړې ده.

د دې ادارې پر اساس، فراه، هرات، نیمروز، کندهار، زابل، هلمند، پکتیکا، پکتیا، غزني، دایکندي، ارزګان، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بامیان، میدان وردک، لوګر، کابل، پروان، بغلان، کاپیسا، پنجشېر، بدخشان او تخار ولایتونه دي چې د ورښتونو وړاندوینه په‌کې شوې ده.

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله نژدې ۸۰ تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دغه راز د سېلابونو او ورښتونو له کبله سلګونه کورونه او زرګونه هکتاره کرنیزه مځکه له فصلونو سره ویجاړه شوې او سلګونه څاروي تلف شوي دي.

سمنګان-بلخ پر لویه لار ترافیکي پېښه؛ ۵ کسان مړه او ۲۱ ژوبل شوي

ارشیف
ارشیف

د سمنګان-بلخ پر لویه لار پرون پنجشنبه په یوه ترافیکي پېښه کې ۵ کسان مړه او ۲۱ نور ژوبل شول.

په سمنګان ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو رسنیو ته وویل چې د دې پېښې په ټپیانو کې، چې د یوه ډینا موټر د چپه کېدو په نتیجه کې وشوه، د ۱۵ تنو حال نازک دی.

د پېښې دلیل د موټرچلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.

په افغانستان کې په نسبي ډول ترافیکي پېښې ډېرې کېږي او د اکثرو علت د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ ترڅنګ د لارو خرابوالی ښودل کېږي.

ایران: په افغانستان د مخدره موادو د تولید د کمېدو کومه نښه نه لیدل کېږي

ارشیف: په کندهار کې راټول شوي اپین
ارشیف: په کندهار کې راټول شوي اپین

ایران وايي، سره له دې چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی، خو د مخدرو موادو د تولید د کمېدو کومه نښه نه لیدل کېږي.

ایرنا خبري اژانس پرون پنجشنبې د ایران له مخدرو موادو سره د مبارزې د کمېټې سرپرست محمدرضا کاظمي په قول وویل، د نړیوالو ادارو او سازمانونو په راپورونو کې ویل شوي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی، خو لږترلږه په ایران کې داسي کره او یقیني شواهد نه دي لیدل شوي چې په افغانستان کې دې د مخدرو موادو تولید هم کم شوی وي.

ده زیاته کړه، په سیمه کې د قاچاقبرو هلې ځلې ښيي چې لا هم د مخدرو موادو په تولید کې کموالی نه دی راغلی، خو هیله لري چې دا راپورونه سم وي او عملاً د تریاکو تولید او د کوکنارو کښت کم شوی وي.

کاظمي په عین حال کې هیله څرګنده کړه چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره په متبادلو کښتونو کې مرسته وکړي.

د دغه ایراني چارواکي په وینا، که له افغانستان سره د کوکنارو په متبادلو کښتونو کې مرسته ونه شي، تمه نه شي کېدای چې اوسنی حالت دوام وکړي.

کریفو: په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له ډول ډول چلنجونو سره مخامخ دي

ارشیف: په افغانستان کې د یوې خبري غونډې انځور
ارشیف: په افغانستان کې د یوې خبري غونډې انځور

په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت ویاند وايي، په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له ډول ډول چلنجونو سره مخامخ دي.

ماریو کریفو په هغه صوتي پیغام کې چې نن یې د مې میاشتې د درېیمې، یا د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ازادۍ راډیو ته لېږلی، ویلي: "په افغانستان کې د مطبوعاتو وضعیت اوس بدل شوی دی. د خبریالانو د ځورونې او نیولو د ناامیدوونکو پېښو زیاتېدو شاهدان یوو. پر رسنیو د څارنې محیط لا هم ګونګ دی او د دولت د فعالیتونو په باب د اطلاعاتو ترلاسه کول محدود دي. تر ټولو مهمه او نهیلې کوونکې دا ده چې په دې مسلک کې د ښځو ونډه او د افغانستان په رسنیو کې د ښځو استازیتوب ډېر کم شوی."

تر دې مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي وو چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د طالبانو له خوا لږترلږه ۱۷ تګلارې د رسنیو د قانون خلاف صادرې شوې دي.

د دې مرکز په خبره په تېرو ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ د سرغړونو لږترلږه ۱۳۶ موارد یې ثبت کړي دي.

ملګري ملتونه: په غزه کې د ویجاړو شویو کورونو جوړول ښايي تر راروانې پېړۍ دوام وکړي

په غزه کې د روانو جګړو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په غزه کې د روانو جګړو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د ملګرو ملتونو د هغه راپور له مخې چې نن پنجشنبه خپور شو، په غزه کې د ویجاړو شویو کورونو جوړول ښايي تر راروانې پېړۍ دوام وکړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په دې ارزونه کې ویل شوي چې په غزې تړانګه کې جګپوړې ودانۍ په کنډوالو بدلې شوي او نږدې ۸۰ کلونو ته اړتیا ده چې د استوګنې ټولې ویجاړې شوې ودانۍ بیا جوړې شي.

د ملګرو ملتونو د دغه راپور له مخې، په یوه بهتره وضعیت کې ممکن ده چې په غزه کې بیارغونه په ۲۰۴۰م کال کې بشپړه شي.

اوکرایني سرتېرو د وژلو په اړه تصویرونه خپاره شوي؛ یوه سازمان یې په اړه څېړنه غوښتې

اوکرایني سرتېري
اوکرایني سرتېري

د بشري حقونو د څار سازمان د هغو ویډیويي تصاویرو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې چې ظاهراً په کې ښکاري، د اوکراین ۲۱ سرتېري روسي ځواکونو ته تر تسلیمېدو وروسته وژل کېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، په دغو تصاویرو کې چې د بې پېلوټه الوتکو په خوا اخیستل شوي او په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي، داسې ښکاري چې د اوکراین ۱۵ سرتېري د تسلیمېدو د هڅو په لړ کې وژل شوي او ۶ نور یې احتمالاً د تسلیمېدو پر مهال په ډزو وژل شوي دي.

دغه سازمان ویلي، داسې نه ښکاري چې دا دې یوازېنۍ پېښې وي.

اروپايي ټولنې له لبنان سره د یو میلیارد یورو په ارزښت د مرستو بسته اعلان کړه

د اروپايي ټولنې بیرغ
د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنې نن پنجشنبه له لبنان سره د یو میلیارد یورو په ارزښت د مرستو بسته اعلان کړه چې تر ډېره د سرحدونو د کنټرول پر پیاوړتیا لګېږي.

دغه مالي مرسته به پر دې هم لګېږي چې له بحران ځپلي لبنان څخه د مدیترانې سمندرګي له لارې قبرس او ایټالیا ته د پناه غوښتونکو د اوښتو مخه ونیول شي.

اروپايي ټولنې تر دې مخکې د مصر، تونس او موریتانیا په څېر هېوادونو سره هم د هغوی د سرحدونو د کنټرول د قوي کېدو لپاره د مرستو بستې اعلان کړې وې.

د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورزلا وان دیرلین وویل چې د مرستو دغه پروګرام به روان کال پیل او تر ۲۰۲۷م کال پورې دوام وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG