افغانستان
د کابل پولیس د امنیتي ګواښونو د شنډولو لپاره بشپړ تیاری لري
د کابل پولیس وايي چې افغان ځواکونه د امنیتي ګواښونو د شنډولو لپاره بشپړ تیاری لري.
دا څرګندونې وروسته تر هغې تر سره کېږي چې دوه ورځې مخکې په کابل کې د هند او امریکا سفارت د دوی کارکوونکو ته د تښتونې د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.
د کابل د امنیه قومندانۍ د جنايی جُرمنو ریس فریدون عبیدي وايي چې هیڅ یو فرد او یا ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د هېواد د اوسیدونکو او بهرنیو اتباعو امنیت ته ګواښ وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بدخشان کې په ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي
د بدخشان په شهربزرګ ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان کورنیو رسنیو د دغه ولایت د سیمه ییز سرچینو په حواله لیکي،" پېښه نن یکشنبې سهار شوي ده".
په افغانستان کې د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د موټروانو بې احتیاطي د ډیرو ترافیکي پېښو لوی لاملونه دي.
پاکستان؛ کندهار کې مو د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي، خو مجاهد وايي، د معتادینو روغتون په نښه شوی
پاکستان ادعا کړې چې پر کندهار ښار د تیرې شپې په بریدونو کې يې پوځي تاسیسات او د "ترهګرو پټنځایونه" په نښه کړي دي.
فرانس پریس خبري اژانس د پاکستاني پوځي سرچینو په حواله نن یکشنبې د (مارچ۱۵مه) لیکلي، "کندهار کې د تخنیکي ملاتړ او فني تجهیزاتو ډیپوګانې په نښه شوي دي".
وړاندې راغلي،"په دغو بریدونو کې هغه تونل هم په نښه شوی چې د افغان او پاکستاني (ټي ټی پي) طالبانو له خوا کارول کیده".
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بریدونو په تایید سره ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو په کندهار کې د معتادینو د درملنې پر روغتون او یو خالي کانتنر بریدونه کړي دي.
د مجاهد په ټکو، "بریدونو ځاني او مالي تلفات نه درلودل".
پرون شنبې یو شمیر پاکستاني رسنیو ادعا کړې وه چې په کندهار کې د استخباراتو ریاست او د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله اخندزاده اړوند د ځانګړو ځواکونو قطعه يې هدف ګرځېدلې ده.
څه باندې دوه اونۍ کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده.
کندهار کې د پاکستان هوايي بریدونه؛ ادعاوې شوي چې د ملا هیبت الله اړوند ځانګړو ځواکونو قطعه هدف ګرځول شوې
د شنبې شپې ناوخته په کندهار ښار باندې د پاکستان د هوايي بریدونو خبر ورکړل شوی دی.
ځینو رسنیو د طالب چارواکو په حواله تایید کړې چې په کندهار کې په دیارلسمه ناحیه بریدونه شوي خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
اخوا بیا د پاکستان حکومت پلوه ځینو ټولنیزو پاڼو ادعاوې کړي چې په کندهار کې د استخباراتو ریاست او د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله اخندزاده اړوند د ځانګړو ځواکونو قطعه هدف ګرځېدلې.
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان دننه په راولپنډۍ، اسلام اباد، کوهاټ او کویټه کې ځینې مراکز د ډرون بریدونو هدف وګرځول.
طالبانو هغه بریدونه په کابل، پکتیا، پکتیکا او کندهار د پاکستان د جمعې شپې د بریدونو په غبرګون کړي وو.
هند پر افغان خاوره د پاکستان بمباري غندلې
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه چې د ګڼو ملکیانو د وژنې او د ملکي تاسیساتو د ویجاړېدو سبب شوي غندي.
دغه وزارت د ویاند رندیر جیسوال په حواله په یوه بیان کې د شنبې ناوخته لیکلي: «دا د پاکستانۍ ادارې یو بل یرغلیز عمل دی چې لا هم د یوه خپلواک افغانستان له مفکورې سره دښمني پالي.»
په دغه بیان کې هند ټينګار کړی چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید په بشپړ ډول درناوی وشي.
د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې د جمعې په شپه هوايي بریدونه کړي.
د راپورونو له مخې ګڼو افغان ملکیانو ته په دغو بریدونو کې مرګژوبله اوښتې.
ځینې هستوګن کورونه او ملکي تاسیسات ویجاړ او کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د کام ایر د ملکي هوايي شرکت د تېلو ډیپوګانې سوځېدلي چې شاوخوا شپږ سوه ټنه تېل پکې له منځه تللي.
پاکستان بیا ادعا کړې چې په افغانستان کې یې په بریدونو سره د افغان طالبانو مهم مراکز او د ټي ټي پي روزنیز کمپونه هدف ګرځولي.
د رسنیو ملاتړي: پاکستان دې د افغان خبریالانو نیول او ځورول ودروي
د رسنیو د ملاتړ دریو سازمانونو د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته یو ګډ لیک لیکلی او له هغه یې غوښتي چې د افغان خبریالانو اخراج ودروي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې، د خبریالانو د خوند کمیټې او د مطبوعاتو د ازادۍ بنسټ په لیک کې ویل شوي چې د فبروري له ۲۷مې راهیسې پر افغان خبریالانو فشار زیات شوی دی.
سازمانونو له پاکستان څخه وغوښتل چې ټول هغه خبریالان خوشې کړي چې یوازې د افغان کډوالۍ حیثیت یا تابعیت له امله نیول شوي دي.
دوی هغه خبریالان دي چې دریمو هېوادونو ته د تګ په نیت پاکستان کې دیره دي.
نړیوالو سازمانونو دا هم وویل چې دوی چمتو دي چې د رغنده حل لارو موندلو لپاره له پاکستاني چارواکو سره کار وکړي.
پداسې حال کې چې د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول لیک ته ځواب نه دی ویلی، په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله قزاقستان ته روانه شوه
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله په نړیوالو لوبو کې د ګډون په موخه نن قزاقستان ته روانه شوه.
په دوی کې ۱۲ چاپ اندازان او ۳ د مدیره پلاوي غړي شامل دي.
د طالبانو د حکومت د المپیک، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست ویلي چې دغه لوبې د نړۍ د ۹ لوبډلو په ګډون د مارچ له پنځلسمې تر یوویشتمې پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره کیږي.
دغه لوبو کې نورې لوبډلې د چین، قزاقستان، هنګري، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې هېوادونو دي.
د افغانستان او پاکستان د بریدونو دوام، زرداري وایي، طالبان له ( سرې کرښې) اوښتي
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وایي، د طالبانو حکومت پر دوی " د سطحي ډرونونو" په برید سره " له سرې کرښې تېر شوی دی".
فرانس پریس نن شنبه د زرداري په حواله دغه خبره کړې او ویل شوي چې پر اسلام اباد د افغانستان له لوري ډرون بریدونه پوځي تاسیساتو ته له رسیدو مخکې شنډ شوي دي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د ډرونونو د ټوټو له کبله په کوټه، کوهاټ او راولپڼدۍ کې د ۲ ماشومانو په ګډون ۳ ملکیان ټپيان کړي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت بیا ادعا کړې چې تېر ماښام یې د اسلام اباد په فیض اباد کې د " حمزه" په نوم پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
له دغه برید وروسته پاکستاني رسنیو د اسلام اباد هوایي ډګر د فعالیتونو د لنډمهاله دریدو خبر هم خپور کړ.
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت دغه راز ویلي چې نن سهار یې کونړ او ننګرهار کې د کرښې هغې غاړې ته د پاکستاني پوځیانو یوه پوسته نیولې او ۱۴ پوځیان یې وژلي دي.
ازادي راډیو په خپلواک ډول د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی.
اسلام اباد ته څېرمه پر فیض اباد د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي
د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته نژدې د فیضاباد په سیمه کې پرون مازدیګر د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي، چې ورسره سم د اسلاماباد هوايي ډګر د الوتنو پر مخ وتړل شو.
پاکستاني رسنۍ وايي چې له افغانستانه د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو له کبله د اسلام اباد هوايي ډګر ته ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې الوتکو ته ویل شوي چې خپل مسیر د اسلام اباد پر ځای بل هوايي ډګر ته بدل کړي او په هوايي ډګر کې ناستې الوتکې له الوتلو راګرځول شوې دي.
یو شمېر خبریالانو او ځینو رسنیو د الوتکو د برید په نتیجه کې اسمان ته د پورته شوې لوګي تصویرونه خپاره کړي.
طالبانو ته نژدې سرچینې وايي چې د طالبانو حکومت اسلاماباد ته څېرمه په فیض اباد کې د پاکستان ځینې پوځي تأسیسات په نښه کړي دي.
پاکستاني چارواکو بیا ویلي چې د جمعې په مازدیګر یې د فیض اباد په اسمان کې دوې بې پېلوټه الوتکې ویشتې دي.
هغوی دا هم ویلي چې په دې پېښه کې یو تن ټپي شوی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو د چین د منځګړتوب هڅې ننګولي
د پاکستان د جټ او بېپیلوټه الوتکو بریدونه، چې د افغانستان کابل، کندهار، پکتیکا او پکتیا ولایتونه یې په نښه کړي، د چین هغه ډیپلوماتیکې هڅې له ننګونې سره مخامخ کړې دي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ یې د سولې لپاره بیل کړي دي.
چین په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره ډیورند کرښې په اوږدو کې د وضعیت د عادي کولو لپاره پراخې ډیپلوماتیکې هڅې پیل کړې دي. د همدې هڅو په دوام، د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي Yue Xiaoyong یو شیائویونګ تېره اوونۍ د طالبانو او پاکستان له چارواکو سره ولیدل تر څو د دواړو لورو ترمنځ «خبرې او پخلاینه» پیاوړې کړي.
همداراز د چین د باندنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو له باندنیو چارو وزیرانو سره د تشدد د کمولو په اړه ټېلفوني خبرې وکړې.
اسلام اباد پر کابل، کندهار، پکتیکا او پکتیا د پنجشنبې د شپې حملې تایید کړې خو ویې ویل چې د ترهګرو پناهځایونه یې له منځه وړي دي. خو په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت او د طالبانو چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د پاکستان په بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت وايي چې په غبرګون کې یې د بېپیلوټه الوتکو په وسیله د خیبرپښتونخوا په کوهاټ او همداراز فیض اباد کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي.
پاکستان په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
د افغانستان یو پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند په لندن کې ومړ
د افغانستان یو پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند په لندن ښار کې وفات شوی.
د ښاغلي کشتمند ورور اسدالله کشتمند په خپله فیسبوک پاڼه دا خبر تایید کړی دی.
کشتمند شاوخوا یوه لسیزه د ببرک کارمل او وروسته د ډاکتر نجیب الله په دوره کې د افغانستان صدراعظم وو.
دی لومړنی هزاره توکمی افغان وو چې دې څوکۍ ته رسېدلی وو.
کشتمند په ۱۹۳۵ کال کې د کابل د چهاردهی ولسوالۍ کې زېږېدلی و.
هغه په خپلو خبرو او مرکو کې تل ټینګار کاوه چې د افغانستان د تلپاتې سولې او امنیت لپاره د اقتصاد ښه والی او د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول ډېر مهم دي.