نړۍ
د عراق صدر اعظم د مظاهره چیانو د نیولو امر کړی
د عراق صدراعظم حيدر العبادي نن چارواکو ته دستور ورکړ هغه مظاهره چيان ونيسي او عدالت ته يې راکش کړي چې پرون د بغداد زرغونې يا خوندي ساحې ته داخل شوي وو، پر وکيلانو او امنيتي ځواکونو يې حمله کړې او دولتي تاسيسات يې زيانمن کړي دي.
مظاهره چيانو وروسته له هغې پر دغې ساحې يرغل وروړ چې د پارلمان وکيلانو د حکومت د تشکيل لپاره له رايې اچونې ډډه وکړه.
د شيعه مذهبي مشر مقتدا الصدر ته وفادارو په سلګونو مظاهره چيانو پر زرغونې يا خوندي ساحې يرغل وروړ، د پارلمان وداني او د کابينې اړوندې ودانۍ يې ونيولې.
دوى وايي سياسي اصلاحات غواړي د اداري فساد او کمزوري مديريت په وړاندې د مبارزې غوښتونکي دي.
د مظاهرې يوه ګډوال علي محمد پرون رويټرز اژانس ته وويل:
"خلک د خپل حاکمیت لپاره سم ځای ته راغلي دي، زموږ یوازینۍ روا غوښتنه دا ده چې د دې حکومت ځای دې بې پرې تکنوکرات وزیران ونیسي، موږ اوسنی حکومت او شعارونه یې ردوو."
ګڼو اعتراض کوونکو نن سهار د پارلمان له ودانۍ په وتلو پيل کړى، خو نورو هلته خېمې درولي او ودانۍ ته نږدې يې د کمپ جوړولو لپاره تياري نيولې ده.
د عراق صدراعظم عبادي په هغه اعلاميه کې چې پرون وختي يې خپره کړې، له مظاهره چيانو وغوښتل چې سوله ييز اعتراض دې وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایران د بشري حقونو سازمان: په اګسټ کې ۸۲ کسان په ایران کې اعدام شوي دي
د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې په تیره اګسټ میاشت کې په ایران کې لږترلږه ۸۲ کسان اعدام شوي دي.
دې سازمان د شنبې په ورځ د سپټمبر په ۵ په خپله ویبپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې په دغو اعدام شویو کې ۴۰ کسان د وژنو، ۳۴ کسان د نشه يي توکو اړوند جرمونو او اته کسان د امنیتي قضیو په جرم اعدام شوي دي. په اعدام شویو کسانو کې شپږ ښځې هم شاملې وې، چې د دې سازمان په خبره دا په ۲۰۲۶ کال کې په یوه میاشت کې د ښځینه وو د اعدام تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي. همدارنګه درې هغه معترضان چې د جنورۍ په میاشت کې د هېواد په کچه د ترسره شویو لاریونونو په تړاو نیول شوي وو، د اعدام شویو کسانو په ډله کې شامل وو. دې سازمان ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې په دې هیواد کې ۵۲۸ اعدامونه ثبت شوي چې اتلس ښځې، شل بهرني اتباع او ۹۱ قومي لږکیو اړوند کسان پکې شامل وو. که څه هم د اعدام شویو بهرنیانو په اړه څه ندي ویل شوي خو تردې مخکې په ایران کې یو زیات شمیرافغانان اعدام شوي دي.
ملګروملتونو د کم عمره ماشومانو د اجباري ودونو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ تصویب کړه
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ"د نوامبر۲۷مه د کم عمره ماشومانو د اجباري ودونو پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه تصویب کړه".
دا پریکړه لیک پرون جمعه په دې اسامبلۍ کې تصویب شو.
د ملګروملتونو اسامبلې د دې پریکړه د تصویب موخه د کم عمره ماشومانو د اجباري ودونو مخینوی یاد کړی دی.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د جبري او کم عمره ودونو قضیې پکې راپور شوي دي.
پنځه اروپايي هېوادونه غواړي بې اسناده کډوال له اروپايي ټولنې بهر د کډوالو مرکزونو ته وباسي
پنځه اروپايي هېوادونه غواړي بې اسناده کډوال له اروپايي ټولنې بهر د کډوالو مرکزونو ته وباسي.
جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ هڅه کوي د روان ۲۰۲۶کال تر پایه له اروپايي ټولنې د باندې د بې اسنادو او غیرقانوني کډوالو د اخراج لپاره په یو شمیر هېوادونو کې د کډوالو د مرکزونو د جوړولو لپاره هوکړه وکړي.
دغو پنځو هېوادونو پرون جمعه په کوپنهاګ کې په یوه ناسته کې د کډوالو په اخراج هوکړه کړې خو د هغو هېوادونو نومونه يې نه دي یاد کړي چې د کډوالو د ساتنې مرکزونه به په کې وي.
د اروپا ټولنې شورا او د بشري حقونو یو شمیر نورو سازمانونو خبرداری ورکړی چې دغو مرکزونو ته د کډوالو اخراج د کډوالۍ قوانیو خلاف کار دی.
ترمپ خبرداری ورکړی چې د ایران پر کلنګ ګزلا غر برید کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون جعمه د (سپټمبر۴مه) خبرداری ورکړی ښايي ډير ژر په ایران کې د کلنګ ګزلا پر غره برید وکړي.
دغه غر د نطنز سیمې ته څیر واقع دی، چیرته چې د ایران د اټومي پروګرام د بټو تاسیسات جوړ شوي دي.
لویدیزې استخباراتي ادارې وايي، د دې احتمال شته چې ایران په دې غره کې د یورانیم د غني کولو پروسه مخته یوسي.
خو کارپوهان بیا وايي، دا کمپلیکس د امریکا د خورا قوي سنګر ماتونکو بمونو له لاسرسي وتلې سیمه ده.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره میاشت ویلي و،" لا مو له ایران سره کار نه دی خلاص شوی".
هغه خبرداری ورکړی و چې د امریکا بله موخه په "کلنګ ګزلا" غره د تاسیساتو په نښه کول دي.
فرانسه کې د ګرمې هوا له کبله شاوخوا ۷ زره کسان مړه شوي
په فرانسه کې روغتیايي چارواکي وايي "سږ کال د ګرمې هوا له کبله شاوخوا ۷ زره کسان مړه شوي دي".
د دې هېواد د روغتیا وزیر سټیفن رېسټ د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) وویل: "دا شمېرې وروستۍ نهدي او د راتلونکې اوونۍ په پای کې به وروستۍ شمېرې اعلان کړي."
له دې مخکې د روغتیا وزارت ویلي و چې د روان کال په جون او جولای میاشتو کې د نږدې ۶ زره کسانو مړینه ثبت شوې وه.
د فرانسې په ګډون په ډېر شمېر اروپايي هېوادونو کې سږکال د تودوخې کچه له ۴۰ درجې سانټي ګراډ لوړه شوې وه.
امریکا په ترکیه کې د ایران پر درې بنسټونو بندیزونه ولګول
د امریکا د خزانې وزارت په ترکیه کې پر درېیو ایراني بنسټونو بندیزونه ولګول.
دغه وزارت د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) په ترکیه د ګولډن ګلوبل بانک درې څانګې د ایران قدس ځواکونو ته د میلیونونو ډالرو د معاملو په برابرولو تورنې کړې دي.
د دې وزارت په خبره، ګولډن ګلوبل د ایران حکومت ته اسانتیاوې برابرې کړي څو یو شمېر نړیوالو بانکونو ته لاسرسی ولري.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي: "لا هم یو شمېر مالي ادارو ته د دې منل ستونزمن دي چې موږ پر ایران د اقتصادي بندیزونو د وضع کولو په برخه کې جدي یو."
بسنټ د تېرې یکشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس کې په یوه مرکه کې ویلي چې تمه ده امریکا هره اوونۍ پر ایران تازه بندیزونه ولګوي چې تر ډېره به پر بانکونو متمرکز وي.
ګولډن ګلوبل په ترکیه کې یو ایراني بانک دی چې څو څانګې لري.
روسي بېپیلوټه الوتکو د اوکراین یوه امنیتي اداره په نښه کړې
روسي بېپیلوټه الوتکو په کیف کې پر یوې امنیتي ادارې برید کړی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) پر خپل ټلګرام د دې برید خبر ورکړی او ویلي دي "بېپیلوټه الوتکو د امنیتي خدمتونو پر ادارې برید کړی چې غچ به اخلو".
د کیف ښارول ویلي چې په برید کې اووه کسان ټپیان شوي.
تر اوسه معلومه نهده چې امنیتي چارواکي په ټپیانو کې شامل دي او که نه.
دا ۱۰مه پرلهپسې ورځ ده چې روسي بېپیلوټه الوتکې د پلازمېنې کیف په ګډون د اوکراین بېلابېل ښارونه په نښه کوي.
د روسیې د تېرې اوونۍ په بریدونو کې کیف ته څېرمه د میلا په کلي کې ۳۷ کسان ووژل شول.
امریکا دایران د سپاه پاسداران ځواکونو د یو مشر پر سر لس ملیونه ډالر جایزه اعلان کړه
د امریکا حکومت دهغو معلوماتو په بدل کې چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو دسایبري عملیاتو مشر امیریاریاب ورباندې وپیژندل شی یا یې ځای معلوم شي لس ملیونه ډالر جایزه اعلان کړه.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايی نوموړی د سایبري عملیاتو د قوماندانۍ ترڅنګ د "شهید همت" او "شهید شوشتري"، ډلو په شمول د څو نورو ډلو څارنه هم کوي.
بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره د جایزې" د پروګرام په ترځ کې دغه جایزه اعلان کړې او زیاتوي چې دغه ډلې په امریکا ، اروپا او منځني ختیځ کې د زیربنايی مهمو تاسیساتو په وړاندې سایبري عملیاتو کې لاس لري.
د نیپال او چین د سېلابونو ویجاړۍ؛ د لادرکه شویو شمېر نږدې ۵،۱۰۰ ته ورسېد
نیپال کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دغه هېواد او چین په پوله د سېلابونو په نتیجه کې د لادرکه کسانو شمېر ۵ زرو او ۸۳ تنو ته ورسېده.
چارواکو وویل چې په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۱،۲۵۹ تنه مړه شوي دي.
بلخوا د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د چین دولتي رسنیو هم ویلي چې په تبت کې ۲۱ کسه مړه او ۵۴۱ تنه نور لادرکه شوي دي.
په دې سره په دواړو هېوادونو کې د دغو ویجاړوونکو سېلابونو د مړو شویو کسانو شمېر ۱،۲۸۰ تنو او د لادرکو کسانو شمېر ۵ زرو او ۶۲۴ تنو ته رسېږي.
ناروې په شمالي قطب کې د روسیې یوه بېړۍ توقیف کړې
د ناروې حکومت د اوکراین د «نفتوګاز» دولتي شرکت لپاره د ۴ میلیارده ډالرو د تاوان د ورکړې د حکم د عملي کولو په اساس، یوه روسۍ بېړۍ د شمالي قطب د سوالبار مجمعالجزایر ته نږدې توقیف کړې ده.
دا توقیف د هغه حکم پر بنسټ شوی چې په ۲۰۲۳ کال کې د هاګ یوې محکمې صادر کړی و.
د حکم له مخې، روسیه باید د کریمیا د هغو شتمنیو د مصادرې په بدل کې «نفتوګاز» ته ۴.۲۲ میلیارده ډالر، له ګټې او حقوقي لګښتونو سره ورکړي چې د ۲۰۱۴ کال په ترڅ کې د کریمیا له الحاق وروسته روسیې ضبط کړي دي.
مسکو تر اوسه دغه پیسې نهدي ورکړي.
د «نفتوګاز» وکیلانو مخکې له دې چې د «پروفیسور مولچانوف» په نوم دغه بېړۍ سوالبارد ته ننوځي د ناروې له یوې محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې د دې بېړۍ د توقیف او جبري پلور امر صادر کړي.
محکمې دغه غوښتنه منلې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ناروې دغه اقدام «سمندري غلا» بللې ده.