د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

سرخط: د لستوڼي د مار په وړاندې چوپ پاتې کېدل ځان وژنه ده


د حکومت د ننه د پنځم ستون د موجودیت په اړه اندیښنې او د کارګرانو د نړېوالې ورځې په مناسبت د بې کارانو د بد وضعیت په اړه انتقادونه د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

سرخط:

د لستوڼي د مار په وړاندې چو په خوله پاته کېدل د ځان وژنې په معنا ده، دا د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی چې د حکومت دننه د پنځم ستون ګواښونو ته ځانګړې شوې.

په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان د حکومت د لستوڼي ماران دومره ډېر دي چې د نړۍ په کچه ممکن ساری ونه لري او د همدې مارانو چیچل د نورو په پرتله ډیر زهرجن وي.

د سرمقالې لیکوال ویلي همدغه د لستوڼي ماران پنځم ستون هم ګڼل کېږي چې هدف یې په دوامداره توګه د نظام تخریب او د حکومت د ریښو له منځه وړل دي.

ورځپاڼې که څه هم د پنځم ستون یا حکومت ته د لستوڼي د مارانو نومونه نه دي اخیستي خو ویلې یې دي، همدغه کړۍ دي چې وسله والو مخالفینو ته شین څراغ ورکوي او هغوی په دې توانیږي چې په کابل کې لویې حملې پلان کړي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا لیکلي چې د پاکستان په وړاندې د افغان ولسمشر له نوي دریځ سره د سولې خبرې هم پېچلې شوې او داسې ښکاري چې له نوو خنډونو سره مخ شوې.

په مطلب کې راغلي، د اشرف غني نوې ستراتیژي تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې او داسې ښکاري چې له دې ستراتیژي سره به د څلور اړخیزې کمیټې بحثونه هم متائثر شي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د افغانستان د ملي امنیت شورا په حواله لیکلي چې د نظام دننه د هغو کسانو په پیدا کولو لګیا دي چې له وسله والو مخالفینو سره اړیکه لري.

په مطلب کې راغلي، د پاکستان او طالبانو په وړاندې د حکومت د دریځ له بدلون سره د حکومت دننه دا اراده هم پیاوړې شوې چې د وسله والو مخالفو ډلو له ملاتړو سره به هم جدي چلند کوي.

همدې ورځپاڼې بیا د کارګر نړیوالې ورځې ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او دا سرلیک یې ورکړی چې بې کاره کارګران او مصروفه مسئولان.

په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې د کارګر ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې د ځوانانو ترمنځ بې کاري یوه لویه ستونزه ده.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې د افغان کارګرانو ناوړه وضعیت ته اشاره کړې او لیکلي دي چې د ملي وحدت حکومت له رامنځ ته کېدو وروسته بې کارې زیاته شوه او په اکثرو سیمو کې کارګر خطرناک کارونه کوي او همدغه کارګر وظیفوي خوندیتوب هم نه لري.

XS
SM
MD
LG