د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

سرنوشت: د افغان دولت نوې دریځ ته د پاکستان غبرګون


د پاکستان د حکومت په وړاندې د حکومت نوی دریځ، په همدې وضعیت کې له پاکستانه د سولې د همکارۍ تمه او د سړي تښتونکو ګواښونه د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې افغان حکومت د پاکستان د ناغیړۍ په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کوي، خو له امنیت شورا څخه تمه بې ځایه ده.

په سرمقاله کې راغلي، که امریکایي او ناټو ځواکونه افغانستان ته وفادار وای، اوس به دې ته اړتیا نه وه چې د پاکستان د ناوړه فعالیتونو په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت شوی وی.

د سرمقالې لیکوال ویلي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازیتوب هغه څوک کوي چې د دوه ګوني تابعیت له امله د کابینې غړی نه شو او همدغه محمود صیقل د هغو کړیو له ډلې دی چې د پنجابیانو په پرتله د ډیورند کرښې په اړه تود نظر لري.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې هم د سولې او ناامنیو موضوع ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي، که له اوله سره د سولې ټینګښت ته افغان حکومت او امریکایي متحدینو یې صادقانه هڅې کړې وای، اوس به سوله ټینګه وه.

په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان د سولې سناریو د فلسطین او اسرائیل سولې ته ورته ده چې له اویا کلونو راهیسې تراوسه نه ده تائمین شوې، د ورځې په تیریدو فلسطینیان وژل کیږي خو اسرائیل مخکې راځي او د فلسطین ځمکې هم غصبوي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، افغانستان هم له تېرو څو لسیزو راهیسې په داسې رنځ اخته دی چې سرچینې یې چور کېږي، خلک یې وژل کیږي خو سوله په کې نه راځي.

سرنوشت:

د افغان دولت نوې دریځ ته د پاکستان غبرګون دا د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي، افغان حکومت له پاکستانه وغوښتل چې طالبان دې سولې ته نه حاضروي خو له ژمنې سره سم دې پر ضد عملیات وکړي، خو د سرمقالې لیکوال ویلي پاکستان د قطر له دفتره د طالبانو پلاوی وروغوښت او د سولې په ګډون یې په یو شمېر مسائلو ورسره خبرې وکړې.

د ورځپاڼې په باور پاکستان وروسته له هغې له قطره د طالبانو پلاوی ور وغوښت چې حکومت د طالبانو پر ضد د جګړې اعلان وکړ، د سرمقالې لیکوال ویلي، اوس که پاکستان د سولې خبره کوي او حکومت دجنګ، نو د جګړې د دوام پړه به بیا پر افغان حکومت اچول کېږي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د انسان تښتونکو د ګواښونو په اړه تبصره کړې او لیکلي دي چې امنیتي ځواکونه باید د دغو ډلو په وړاندې جدي مبارزه وکړي.

په سرمقاله کې راغلي چې له وسله والو مخالفینو وروسته غیر مسئول وسله وال او انسان تښتوونکي د خلکو امنیت ته سترګواښ دی او له بده مرغه چې حکومت یې په وړاندې پاته راغلی دی.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د انسان تښتوونکو اهداف د موئسسو کارکوونکي او د سوداګرو زامن دي او حکومت ته په کار ده چې غیر مسئوله وسله والې ډلې پيدا او وسلې ترې ټولې کړي.

XS
SM
MD
LG