افغان ولسمشر اشرف غني نن پارلمان ته په خپله وينا کې وويل، که پاکستان کې طالبانو سره ملاتړ دوام ولري نو دوی دا مسله د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته هم وړاندې کولای شي.
په دې اړه زموږ همکار، بشيرګواښ پېښور کې د سياسي چارو کارپوه ایاز وزير سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتنه کړې چې پاکستان ولې په خپله خاوره افغان طالبانو پر ضد عمليات نه کوي؟