د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

سرنوشت: د ملي وحدت حکومت نوې لاره


د وسله والو طالبانو په وړاندې د حکومت د دریځ بدلون او د کابل د وروستۍ خونړۍ حملې په اړه غبرګونونه د کابل چاپ د نننیو ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

سرنوشت:

د ملي وحدت د حکومت نوې لاره، دا د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی چې د طالبانو په وړاندې د حکومت د دریځ بدلون په کې تحلیل شوی.

په سرمقاله کې راغلي، د کابل له خونړۍ حملې وروسته د حکومت دریځ عجیب او غریب دی او هڅه کوي چې د خلکو احساساتو ته ځواب ورکړي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د حکومت نوی دریځ دادی چې ویلې یې دي، له دې وروسته به د طالبانو جګړو ته په جګړو ځواب ورکوي او د جګړو په لیکو کې به پر دوی زړه سوی نه کوي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، حکومت نه په سوله کې بریالی دی او نه هم په جګړه کې، ځکه چې نه یې سولې ته د رسیدو لاره سمه ده او نه یې د جګړې ډول د امن او ثبات لامل کیږي.

انیس:

قتل او د بې ګنا خلکو ډله ییز وژل د شیطان عمل ته ورته دی دا د انیس دولتي ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی او په کې د کابل د جوماتونو د خطیبانو پرونیو څرګندونو ته اشاره شوې چې ویلې یې دي، بې موجبه حملې او جګړې په اسلام کې ځای نه لري.

په سرمقاله کې راغلي، تیره ورځ په هیواد کې دننه او له هیواده بهر د افغانستان په سیاسي نماینده ګیو کې د افغانستان ملي بیرغ نیم ځوړند و چې دا د ملي وحدت ښکارندویي کوي او د افغانستان ستونزو ته د نړیوالو پام را اړوي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم د کابل د وروستۍ حملې په اړه خپله سرمقاله کې لیکلي چې د ملي وحدت حکومت مشران باید یوشمیر پوښتنې ځواب کړي.

په سرمقاله کې راغلي افغان چارواکي د شاشهید او پل محمود خان په څېر له خونړیو حملو وروسته خپله لهجه تنده کړي او آی.ایس. آي او طالبانو ته څو جدي خبرې وکړي، خو د وخت په تېرېدو بیرته هر څه عادي شي او ژمنې هیرې شي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د افغانستان د جګړې یو اړخ پاکستان دی او حکومت ته په کار ده چې د جګړې نور اړخونه چې د نړۍ استخبارات دي معلوم او په وړاندې یې اقدام وکړي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، افغان چارواکي وایي هغه کسان یې دښمنان دي چې بې ګنا هیوادوال وژني، خو لیکوال پوښتنه کړې افغان حکومت هغو ته ولې دښمنان نه وایي چې تیره اونۍ یې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ۱۸ قومي مشران ووژل.

افغانستان:

افغانستان ورځپاڼې هم وروستیو امنیتي پیښو ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او سپارښتنه یې کړې چې د اوسنیو حالاتو د قابو کولو لپاره یوې هر اړخیزې تګلارې ته اړتیا ده.

په سرمقاله کې راغلي، په اوسنیو شرایطو کې باید افغان ځواکونو د دفاعي حالت پر ځای تهاجمي رول غوره کړي او له دې سره ممکن د جګړو په لیکو کې د حکومت په ګټه مثبت بدلونونه راشي.

XS
SM
MD
LG