د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۴

افغانستان

چین د شانګهای په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ملاتړ کوي

چین د شانګهای د همکارېو په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب ملاتړ کوي.

دغه ژمنه چینایي چارواکو په پیکنګ کې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکارمحمد حنیف اتمر سره په خبرو کې کړې ده.

د شانګهای د همکارېو د سازمان بنسټ په ۲۰۰۱ کال کې کیښودل شو.

چین، قزاقستان، قرغزستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان د دې سازمان دایمي غړي هېوادونه دي.

هند، ایران او پاکستان د دې سازمان څارونکي غړي هېوادونه دي.

د ملي امنیت سلاکارد خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې چې پرون پای ته ورسید، د چین د بهرنیو چارو له وزیر، له لوی درستیز او یو شمېر نورو چارواکو سره د چین د پوځي او اقتصادي همکاریو، له ترورېزم سره د ګډې مبارزې او د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ملډاویا ته د طالبانو د درې کسیز پلاوي د سفر پرسر په هغه هیواد کې سیاسي لانجه راپورته شوې

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت درې چارواکو د اګست په ۳مه د ملډاویا له پلازمینې کیشینیو څخه کتنه ترسره کړه چې له پراخو سیاسي نیوکو سره مخ شوې ده.

طالبانو ویلي چې دا سفر د کرنې په برخه کې د تخنیکي او عملي همکاریو د پراخېدو لپاره ترسره شوی او هڅه یې کړې چې هغه ته د رسمي سفر بڼه ورکړي. د طالبانو اړوندو رسنیو د دې پلاوي د سفر په اړه پرله ‌پسې راپورونه خپاره کړي دي.

خو ازادي راډیو د ملډوایا څانګې د راپورله مخې د ملډاویا حکومت ویلي چې دغه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او له پلاوي سره هېڅ رسمي لیدنې کتنې ندي پلان شوي. د ملډاویا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پلاوي غړیو ته ویزې ځکه ورکړل شوې چې هغوی د نړیوالو بندیزونو په لېست کې نه ووشامل خو د دې وزارت په خبره هغه د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو معنا نه لري.

د راپورونو له مخې د دې درې کسیز پلاوي مشري د کرنې مرستیال وزیر صدر اعظم عثماني کوله.

د ملډاویا صدراعظم د دې پېښې په اړه ویلي چې دا یوه "شرموونکې او د نه منلو وړ" اداري تېروتنه وه او د ویزو د ورکړې په اړه یې د پلټنې امر کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ پنځه کاله په پوره کیدو دي خو په دې موده کې روسیه په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په ۲۰۲۵ کال کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د روسیې له لوبډلې سره لوبه کوي

په تایلنډ کې د فوټسال د اسیایي جام لوبو په لړ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن خپله درېیمه لوبه د روسیې پر وړاندې ترسره کوي.

دا لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین په درې نیمو بجو پیلېږي.

افغانستان په دې سیالیو کې خپلې لومړۍ دوه لوبې د کوربه هېواد تایلنډ او ویتنام پر وړاندې بایللې دي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې لوبغاړو د ننۍ لوبې لپاره ښه تیاری نیولی او هیله من دي چې هغه وګټي.

یو افغان په یونان کې د یوې ښځې د وژلو په تور نیولی شوی دی

یو ۲۶ کلن افغان سوک‌ وهونکی چې په یونان کې یې پناه اخیستې، نن چهارشنبې د یوې سکاټلنډۍ مرستندویه کارکونکې الیزابت جین راس د وژنې په تور محکمې ته وړاندې کېږي.

د یونان پولیس وايي، د ۳۸ کلنې راس مړی د جولای په ۱۸مه په اتن ښار کې په یوه بکس کې وموندل شو. نوموړې د جولای له ۱۵مې راهیسې ورکه وه.

پولیس وايي، تورن د وژنې تورونه رد کړي او ادعا کوي چې مړی یې په یوه اپارتمان کې موندلی، خو د وېرې له امله یې په بکس کې ایښی او د پټولو هڅه یې کړې ده.

یوشمیر رسنیو تورن کس شریف احمدزی ښودلې او ویلي یې دي چې هغه چې په افغانستان کې زیږیدلی، په ځوانۍ کې یونان ته تللی او هلته میشت شوی دی.

چارواکي وايي، تورن د راس له مړینې وروسته د هغې بانکي کارت د پیسو ایستلو لپاره کارولی او ښايي د هغې له ټیلیفون څخه یې داسې پیغامونه هم استولي وي چې ګواکې نوموړې لا ژوندۍ ده.

د پولیسو په وینا، د قضیې څېړنې روانې دي او د تورونو بڼه کېدای شي د پلټنو له پرمختګ سره بدله شي.

د بشري حقونو د بحثونو تر سیوري لاندې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ سیالۍ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ نن چهارشنبه د اګسټ «په ۵مه» په ایرلنډ کې پیلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د ملي لوبډلې لوبغاړو د دوشنبې په ورځ له ایرلنډ سره د سیالیو لپاره خپل تمرینات ترسره کړي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه به د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجو د ایرلنډ د «بریډي» کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو لړۍ د اګسټ تر ۱۴مې نېټې پورې دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنېټ، د یکشنبې په ورځ ویلي و چې د ایرلنډ کرکټ بورډ دا فرصت لري چې د جنسیتي برابرۍ ملاتړ په عمل کې ښکاره کړي او په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړي.

د ایرلنډ کرکټ بورډ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د احتمالي اعتراضونو د اټکل له امله‌یې د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره مناسب امنیتي تدابیر نیولي او له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره همغږي کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ټولې پنځه سیالۍ په خوندي ډول ترسره شي.

د دغو سیالیو کوربه‌توب په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو له امله له نیوکو سره مخ شوی دی.

د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د استرالیا مرسته

ارشیف، د استرالیا بیرق
ارشیف، د استرالیا بیرق

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سې ‌شنبې په ورځ، د زمري په ۱۳مه، په خپلې اېکسپاڼه کې لیکلي چې د استرالیا له سخاوتمندانه ۹ میلیونه استرالیايي ډالرو چې شاوخوا ۶،۳۴ میلیونه امریکايي ډالره کېږي، مرستې څخه مننه کوي.

اوچا زیاته کړې، په داسې حال کې چې بشري اړتیاوې ورځ تر بلې زیاتېږي او مالي سرچینې محدودې دي، دا مرسته به په ټول افغانستان کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو د دوام لپاره زمینه برابره کړي.

اوچا تر دې مخکې ویلي و چې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د شپږو میاشتو په تېرېدو سره، دغې ادارې یوازې د خپلې اړتیا وړ بودجې ۱۷ سلنه ترلاسه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، په افغانستان کې ډېری اړ کسان هره ورځ له سختو انتخابونو سره مخ دي، دا چې خواړه واخلي که درمل او یا د نن ورځې خواړه برابر کړي که د سبا.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) هم خبرداری ورکړی و چې دا مهال په افغانستان کې ۱۳،۸ میلیونه کسان د خوړو له بحراني یا بېړني ناامنۍ سره مخامخ دي.

د افغانستان او ایرلینډ ترمینځ د کریکټ لوبلړۍ سبا پیلیږي

ارشیف
ارشیف

تمه ده چې دافغانستان او ایرلینډ د کریکټ ټیمونو ترمینځ یوې ورځنۍ لوبې سبا د اګست په پنځمه پیل شي.

دواړه ټیمونه ۵ یوې ورځنۍ لوبې کوي.

د افغانستان کریکټ بورډ وايی د افغانستان د ټیم لوبغاړو د د دوشنبې په ورځ دسیالیو لپاره خپل تمرینات ترسره کړل.

ټاکل شوې ده چې دغه لوبلړۍ د اګست تر۱۴ دوام وکړي.

نن د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو اټکل

ارشیف
ارشیف

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره نن په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر او برېښنا، زورورو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکوي.

یادې ادارې د دوشنبې ورځې، د اسد په ۱۲مه، په اېکس (پخواني ټویټر) خبرپاڼه کې ویلي، چې د سې شنبې په ورځ، د اسد په ۱۳مه، په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر او برېښنا او ناڅاپي سېلابونو احتمال شته.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۵ میلی‌مترو پورې اټکل شوې ده.

د هوا پېژندنې ادارې همدارنګه ویلي، چې د هېواد په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د دوړو او خاورو سره د سختو بادونو د لګېدو احتمال هم شته، چې سرعت یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو په ساعت پورې رسېږي.

دا خبرداری داسې مهال خپرېږي، چې په وروستیو ورځو کې په نورستان او یو شمېر ګاونډیو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته درنه مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د ادارو د شمېرو له مخې، د دغو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

زابل کې ترافیکي پیښه کې لسګونه کسان تپیان شوي دي

افغانستان کې دکابل- کندهار په لویه لاره دیوې ورته پخوانۍ ترافیکي پښې انځور ، ارشیف
افغانستان کې دکابل- کندهار په لویه لاره دیوې ورته پخوانۍ ترافیکي پښې انځور ، ارشیف

تیره شپه زابل کې د یومسافر وړونکي موټر د چپه کیدو په پیښه کې ۴۹ کسان ټپیان شوي دي.

د طالبانو ترکنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس رپوټ ورکوي چې یو ۵۸۰ ډوله بس قلات ښار کې له سړک اوښتی او چپه شوی دی.

د زابل د عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان پرته له جزییاتو ویلي چې ټپیان د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته استول شوي دي.

سره لدې چې د پیښې لامل نه دی څرګند خو افغانستان کې اکثر ترافیکي پیښې د لارو دخرابوالي، د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ او د ترافیکي مقرراتو د نه مراعاتولو څخه رامینځ ته کیږي.

د طالبانو حکومت د ترفشار لاندې روغتیايی سکتور د رغولو پنځه کلنه ستراتیژي اعلان کړه

ارشیف
ارشیف

د روغتیا وزیر نورجلال جلالي د سه شنبې په ورځ دعامې روغتیا د پنځه کلنې ملي ستراتیژي د اعلان په مناسبت غونډې ته وویل چې یاده ستراتیژي د روغتیايي خدماتو د لا پیاوړي کولو او خلکو ته د اوسني عصر د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ده.

هغه زیاته کړه چې د داخلي تولیداتو ملاتړ ددغې ستراتیژي بله اساسي موضوع ده چې په پلي کیدلو سره به یې د درملو ، طبي ملزمو او واکسینونو تولیدات حمایه شي او په دې برخه کې په نورو ملکونو اتکا راکمه شي.

ښاغلي جلالي سره لدې چې وویل په هیواد کې زیات شمیر تخصصي او مسلکي کدرونه شته خو له هیواده بهر ډاکټرانو باندې غږ وکړ چې "که چیرې علاقه ولري او وغواړي نوی علم او هنر په دې رشته کې افغانستان ته راوړي نو دافغانستان دروغتیايي سکتور دروازې ورته خلاصې دي."

دغه ستراتیژي په داسې مهال اعلانیږي چې د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم د بهرنیو مرستو په کمیدو او هیواد ته د ملیونو کډوالو په ستنیدو سره ترسخت فشار لاندې دی ، په لیرې پرتو سیمو کې خصوصا د ښځینه ډاکټرانو کمی محسوس دی اوپه عین حال کې نجونه او ښځې د طبي زده کړو په عالي موسساتو د تحصیل څخه هم منع شوي دي.

له لومړي ساعته تر ټول عمره؛ د مور شیدې د ماشومانو د روغتیا ساتونکی دی

ارشیف، کابل کې د فرانسویانو په روغتون کې یو بستري افغان ماشوم
ارشیف، کابل کې د فرانسویانو په روغتون کې یو بستري افغان ماشوم

د روغتیا نړیوال سازمان د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په مناسبت وايي له زېږون وروسته لومړی ساعت د ټول عمر لپاره لوی بدلون رامنځته کولای شي.

دغه سازمان زیاتوي چې په لومړي ساعت کې ماشوم ته د مور شیدې ورکول د هغه د معافیت سیستم پیاوړی کوي او د ژوندي پاته کېدو فرصت یې زیاتوي په ځانګړې توکه که ماشوم یا ماشومه له وخته مخکې زېږېدلی/ زېږېدلې وي.

یاد سازمان په دې مناسبت وايي چې په دې اوونۍ کې باید په ټول افغانستان کې د میندو او د مور له شیدو څخه د هر ماشوم د ګټې اخیستو له حق څخه ملاتړ او ساتنه وشي.

هر کال د اګسټ میاشتې لومړۍ اوونۍ د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په توګه نمانځل کېږي چې موخه یې د ماشومانو او نویو زېږېدلو د ودې او روغتیا لپاره د مور د شیدو حیاتي رول ته پاملرنه را اړول دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG