د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

 ناروغان: د پایوازانو شور او زوګ مو ناروغي یو په دوه کړې


د کابل په ځینو روغتونونو کې بستر ناروغان د پایوازانو شور ماشور پوزې ته راوستلي، وایي، اکثره کسان په ساعتونو ساعتونو ناست وي، له ادمه تر دې دمه ټولې کیسې په لوړ غږ داسې کوي چې د خوا او شاه ټول بستر ناروغانو پر سر درد کړي.

تر ټولو نامناسب کار خو بیا لا دا دی چې ماشومان هم له ځان سره روغتون ته بیا یي له یوې خوا د هغو د شوخي له وجې مریضان په تکلیف کېږی، له بله پلوه کوچنیان هم چې ژر په ناروغیو اخته کېږی ساري مرض له ځانه سره کورته انتقالوي کله چې موږ په کابل کې د ابن سینا صدري روغتون ته ورغلو هلته له داسې ناروغانو سره هم مخ شو چې نفس یې د اکسیجن په مرسته اخیست.

لیلما چې د روغتون سپین کمیس اغوستی و، شونډې یې وچې او رنګ یې زیړښکارېده، کړکۍ ته مخامخ په چپرکټ کې ناسته وه ویل یې کله خو د پایوارانو د غالمغال له وجې سر ورباندې تاو شي.

په همدې اطاق کې چې د پایوازانو تګ راتګ ډېر و ۸۱ کلنه ماګل په داسې حال بستر وه چې د خبرو کولو توان یې نه درلوده، اکسیجن ورباندې چالان و، او دې یوازې الله الله ویل.

د همدې روغتون بل اطاق ته هم ورغلو هلته بیا ځینې ناروغان د دې طرفدار و چې ډېر پایوازان ورته راشي او دوی سره کسیې وکړي ځکه په شفاخانه کې په تنګ و.

د روغتون انګړ ته ووتلو د حویلې په څلورخوا وو کې څوکۍ ایښي وې، په هره خوا کې له ناستو کسانو سره ماشومان ترسترګو کېدل، د ځینو په لاسونو کې خوراکي توکي هم و، له یوه ماشوم څخه بسکیټ په ځمکه ولوېد بېرته یې پورته کړ او خولې ته یې کړ، سره له دې چې په خوا کې یې ناستې چادري کړې مېرمېنې د چادري د جالۍ له سوریو څخه ورته کتل، له هغې مو و پوښتل چې ولې یې ماشومه روغتون ته راوستلې؟

د انکړ په بل لوري کې دوه نارینه داسې ښکارېدل لکه اوږدې لارې يې چې راکچ کړې وي، هغوی هم له یوه ماشوم سره ناست و.

د کابل اوسیدونکې حمیدې چې مور بستر ده او تر لسو کسانو هم د هغې پوښتنې ته راځي، وایي دا کار مناسب نه دی خو څه وکړي دوستان دي راځي.

امید چې خپله هم ماشوم دي په روغتون کې درې څلور نور ماشومان ور چاپیر و، وایي ترور یې روغتون ته راتلله دوی هم ورسره راغلل.

د ابن سینا د صدری برخې رئیس ډاکترسید ولي صمیم هم له هغو کورنیو څخه چې روغتون ته په ډله يیزه توګه راځي بیا ماشومان هم له ځان سره راولي شکایت کوي، وایي په دې کار سره یې هم د روغتون کارکونکو ته ګڼې ستونزې پېښې کړي او هم دوی خپله ساري ناروغۍ له ځان سره لېږدوي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:10:32 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG