د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

افغانستان کې د داعش پر ضد ۸۰ هوايي حملې شوي


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې د يوه امریکايي جنرال خبرو ته اشاره کړې چې ويلي يې دي، په افغانستان کې روان کال د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پر ضد ۸۰ هوايي حملې شوي دي او د دې ډلې پياوړتيا ډېره کمه شوې ده.

د ورځپاڼې په وينا، ښايي په دغو حملو کې داعش ډلې ته شديده ضربه رسېدلې وي خو هغه څه چې توجه جلبوي دا دی چې په ننګرهار ولايت کې د اسلامي دولت سخت دريځو پر وړاندې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو حملو د افغانستان په نورو برخو کې پر امنيت اغېز نه دی کړی.

ورځپاڼه د يوه امریکايي جنرال چالز کليف لند له خولې ليکي چې وايي، د هلمند امنيتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

پر دې سربېره د دغه امریکايي جنرال په وينا، القاعده شبکه او نورې سخت دريځې ډلې اوس هم افغانستان خپل کور ګڼي او د امریکا نظامي چارواکي، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وينا، له طالبانو سره د القاعده د اړیکو په اړه اندېښنه لري.

د ليکنې په وينا، دغه امريکايي جنرال ويلي چې القاعده پخپله نشي کولای د افغانستان لپاره لوی تهديد شي خو له طالبانو سره د هغوی مرسته او روزنه کولای شي دغه ډله اغېزمنه او خطرناکه کړي.

ورلډ پوسټ:

ورلډ پوسټ ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې د طالبان او په افغانستان کې د تشدد ګرداب په نامه مقاله خپره کړې ده.

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر افغانستان ته يو ځل بيا سفر وکړ او همداراز په دغه هېواد کې د ملي وحدت حکومت جوړوونکي يو ځل بيا په خپلو خبرو کې د افغانانو په منځ کې پوښتنې راپورته کړې.

ده وويل چې د ملي وحدت د حکومت موافقه لیک د پنځو کلونو لپاره دی، نه د دوو کلونو لپاره.

د ورځپاڼې په وينا د افغانستان په يو شمېر حلقو کې غږونه راپورته کړل چې ګواکي دا عمل د يوه خپلواک هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده.

خو د ورځپاڼې په ليکنه، پوښتنه دلته ده چې دغه اعتراضات او انتقادونه ولې د ملي وحدت د حکومت په لومړيو کې نه وو راپورته شوي او ولې هغه وخت دا خبرې دومره جدي نه وې چې د انتخاباتو بايلونکی او ګټونکی دواړه په يوه حکومت کې سره يو ځای شول.

ورځپاڼه زياتوي دلیل يې دا دی چې د دې حکومت لږ موده کېږي خو په یو شمېر برخو کې نه دی بريالی شوی.

يواتیا فيصده خلک د حکومت له کارکردګۍ ناخوښ دي.

ځوانان له هېواده وزي او د یوه ناڅرګند راتلونکي پر لور اروپا ته ځي او د افغانستان نظام په فساد تر دې بریده ککړ دی چې په افغانستان کې د امریکا د بيا رغونې ځانګړي سرپلټونکي ويلي چې فساد آن د افغانستان موجودیت ته تهديد دی.

د ورلد پوسټ په وينا، حکومت نه دی توانېدلی چې په یو ډول مرسته کوونکي هېوادونه قانع کړي چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

خو په اخره کې يوازینی څه چې مهم دی او کولای شي د افغانانو خوښي جلب کړي، په دغه هېواد کې سیاسي او لازمي اصلاحات دي.

خو د ورځپاڼې په وينا، د هغو اوسنيو تجربو په نظر کې نيولو سره چې افغانان يې د ملي وحدت له حکومته لري، په خپل راتلونکي دومره مطمين نه دي.

XS
SM
MD
LG