زرمت د پکتيا له نا امنه ولسواليو څخه دی چې په ټول زرمت کې د نجونو يو ښوونځی هم نشته.
محراب فقير زرمتی د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوس هم په ياده سيمه کې اوسيږي او د ماشومو نجونو د محروميت لپاره يې خپلې لور ته دغه شعر هم ليکلی او
په خپله يې سندره کړی او وېډیو کړی دی او موږ يې د ازادي وېبپاڼې له لارې تاسې ته وړاندې کوو.
د محراب فقير زرمتی په قول چې د درد او مايوسي احساس او د لور د ښوونځي نشتوالي يې زړه ته درد پېښ کړی او کله، کله په دې سندره خپل زړه سړوي او د اولادونو د تعليم لپاره په هڅه کې دی او خلکو ته هم د اولادونو د تعليم نارې وهي: