د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

افغان ځواکونه يوازې کولای شي د طالبانو د حملو مخه ونيسي


يو شمېر لويديځ ورځپاڼو په خپله اخري ګڼه کې د طالبانو د پسرلنیو عملياتو په اړه ليکلي:

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي چې د طالبانو دغه اعلان ځانګړې مانا نه لري ځکه چې هرکال د هوا له تودېدو سره په دغه هېواد کې جګړې زیاتيږي. خو په روان کال کې د جګړې له پيل سره يو شمېر پوښتنې بې ځوابه پاته کيږي چې په کې دا پوښتنه هم شامله ده چې ايا افغان امنيتي ځواکونه يوازې کولای شي د طالبانو د حملو مخه ونيسي او وضعيت کنټرول کړي؟

د واشنګټن پوسټ په وينا، راتلونکې مياشتې د افغان امنيتي ځواکونو لپاره د مهم امتحان په مانا دي خو يوه خبره څرګنده ده چې د روان کال په ژمي کې به افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې نه وي بلکه د عملياتو له لارې به حمله کوونکي وي.

ګارډین:

د بریتانيې چاپ ګارډين ورځپاڼې د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو په اړه لیکلي چې د عمري په نامه دي او يو څو ورځې وروسته له هغه اعلان شول چې د امريکا د بهرنيو چارو وزیرجان کري کابل ته ولاړ او له افغانستان سره د امریکا ژمنې يې تکرار کړې.

خو د ګارډين په وينا، که څه هم د ناټو چارواکي د روان کال په ژمي کې د شدېدو نښتو اټکل کوي، خو وړاندوينه نه شي کولای چې له طالبانو سره به د جګړې په ډګر کې نښتې کوم نتايج ولري.

د ګارډين په وينا مهمه موضوع دا ده چې د جګړې په دغه موسم کې د افغان ځواکونو نيمګرتياوې تر کومه بريده له منځه ولاړې شي چې په کې د ډېرو تلفاتو شمېر، د امنیتي ځواکونو له قطاره د تېښتې لوړه کچه، د هوايي قواوو کموالی او د ټرانسپورټ او اکمالاتو محدوديتونه شامل دي.

نيوزويک مجله:

نيوزويک مجلې په خپله اخري ګڼه کې لیکلي چې له افغانستانه د ۲۰۱۴میلادي کال په پای کې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته طالبان يو څه ډاډه شوي او حملې يې زياتې کړي دي.

د دغې مجلې په وينا، په ۲۰۱۵میلادي کال کې د افغانستان په جګړه کې د ملکي تلفاتو شمېر ۱۱زرو کسانو ته ورسېد او د افغانستان شپږ په سلو کې خاوره د طالبانو تر کنټرول لاندې ده خو د افغانستان نورې سيمې هم تر يوه بريده له تهديدونو سره مخامخ دي.

وال سټریټ ژورنال:

خو وال سټريټ ژورنال په خپله اخري ګڼه کې لیکي چې افغان ځواکونه ډاډه دي چې د طالبانو عمليات به بريالي نه وي او افغان ځواکونو په يو شمېر ولاياتو کې د شفق په نامه ځوابي عمليات پيل کړي دي چې پرمختګ يې څرګند دی.

له بلې خوا د وال سټريټ ژورنال په وينا، د طالبانو په خپل منځ کې پخوانی اتفاق نه دی پاتې او اوس هم د طالبانو دوې ډلې په خپل منځ کې سره په جګړه دي.

پردې سربېره د داعش حضور هم طالبان ګواښي او له دې کبله وړاندوینه نه شي کېدای چې د طالبانو نوي عملیات به د هغوی لپاره واقعاً بريالي وي.

XS
SM
MD
LG