د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

موزیمونه د تاریخي ورثې او فلکوري اثارو ساتنه کوي


د کابل ښار په ۱۶ مه ناحیه کې حضوري چمن ته څېرمه د ماین پاکۍ یوې موسسې په انګړ کې د عمر موزیم جوړ شوی او د افغانستان جګړو اړوند اثار په کې ساتل کېږي.
د کابل ښار په ۱۶ مه ناحیه کې حضوري چمن ته څېرمه د ماین پاکۍ یوې موسسې په انګړ کې د عمر موزیم جوړ شوی او د افغانستان جګړو اړوند اثار په کې ساتل کېږي.

موزیمونه په ټولې نړۍ کې هغه مرکزونه دي، کوم چې د هماغې ټولنې د تاریخي ورثې او فلکوري اثارو ساتنه کوي، د افغانستان موزیمونه یو مهال د سیمې د نورو موزیمونو په پرتله خورا بډای وو.

که چېرې په نړۍ کې د موزیمونو تاریخ ته تم شو، نو وبه ګورو چې سلګونه کاله په بر کې نیسي، خو په افغانستان کې بیا لومړنی موزیم د امیر امان الله خان له خوا په باغ بالا کې جوړ شو.

د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته افغان حکومت په هېواد کې د دولتي موزیمونو پر جوړېدو کار پیل کړ او تر څنګ یې یو شمېر شخصي موزیمونه هم جوړل شول چې له یادې جملې څخه یې په کابل کې د عمر په نوم د جګړه ییزو توکو موزیم او په هرات کې د سلطاني موزیم یادونه کولای شو،

هو! د غزني موزیم هم یو له هغه موزیمونو څخه دی چې جګړه ییزې وسایل په کې موجود دي.

د کابل ښار په ۱۶ مه ناحیه کې حضوري چمن ته څېرمه د ماین پاکۍ یوې موسسې په انګړ کې د عمر موزیم جوړ شوی او د افغانستان جګړو اړوند اثار په کې ساتل کېږي.

کله چې ودانۍ ته داخل شې، نو پر بېلابېلو جنګي او اکمالاتي طیارو او لویو توغندېو به مو نظر ولګي، که څه هم دغه طیارې اوس له کاره لوېدلي خو دوي یې ظاهري بڼه داسې روغه کړې چې فکر به وکړئ چې همدا اوس پرواز ته چمتو دي.

د عمر موزیم مسوول محمد دین تره خیل وايي چې دغه خصوصي موزیم په افغانستان کې د جګړې اړوند اثارو یوازینی موزیم دی چې بېلابېل ډوله وسلې، ماینونه او نور توکي په کې موجود دي.

د موزیم مسوول وايي چې عمر موزیم د نړۍ په کچه د ماین لومړی موزیم دی او دغه موزیم کې د جګړې اړوند له ۱۵۰۰ ډوله څخه زیات اثار خوندي دي.

د دغه موزیم مسوول وايي، هدف یې د ماینونو پاکول وو چې د همدې کار بهیر کې يې د افغانستان تاریخ اړوند اثار وموندل چې تر خاورو لاندې شوي وو.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:37 0:00
مستقیم لېنک



XS
SM
MD
LG