خبرونه
"عام خلک دې د انتحاري حملو په مخنیوي کې له دولت سره همکار اوسي"
په ننګرهار کې له پرونۍ مرګونې چاودنې وروسته د دې ولایت چارواکو له عامو خلکو غوښتي چې له امنیتي ځواکونو سره دې د دا ډول بریدونو په مخنیوي کې همکاري وکړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل:
"امنیتي او کشفي ادارې تل هڅه کوي چې د دا ډول ناوړه پېښو مخه ونیسي، خو د دوی دا هڅې هله ډیرې ګټورې تمامیدای شي چې ولسي خلک هم ورسره همکاري وکړي. موږله ولسونو غواړو چې له امنیتي ادارو سره همکار و اوسي."
پرون مازیګر یو ځان وژونکي بریدګر جلال اباد ښار ته څیرمه د سرخرود په دوه لارې کې په چاودیدونکو موادو بار رکشا له هغه موټر سره وچوله چې ملي اردو ته نوي جذبیدونکي ځوانان په کې سپاره وو.
د عطاالله خوګیاڼي په وینا پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر څلوېښتو زیات نور ټپیان شوي دي. نوموړي د درې ټپیانو وضیعت د اندېښنې وړ وباله.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د دې برید مسولیت منلی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په غزې تړانګې د اسراییلو په تازه بریدونو کې ۵ کسان وژل شوي
د فلسطین روغتیایي چارواکي وايي چې د پنجشنبې په ورځ په غزې تړانګه د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي دي.
ډاکترانو ویلي چې دوه تنه تفاح سیمې ته نږدې په هوايي بریدونو او یو بل کس زیتون سیمې ته نږدې د ټانک په مرمیو وژل شوي.
دوه نور کسان د غزې په لویدیځ کې د کډوالو په یوه کمپ او په خان یونس کې په یوه موټر باندې په برید سره وژل شوي.
د اسراییلو پوځ لا د دغو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.
امریکا د پنجشنبې په شپه یو وار بیا په ایران بریدونه کړي
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام خبر ورکړی چې د بندر عباس په شمول یې په څو سیمو کې د ایران د قوماندې مراکز، د هوایي دفاع سایټونه او په ساحلي څارځایونو کې د توغندیو او ډرون تاسیسات هدف ګرځولي.
امریکا وايي په ایران دا بریدونه په هرمز تنګي کې په کښتیو د ایران د بریدونو د وړتیا د کمزورولو په هدف کوي.
اخوا د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هم ادعا کړې چې په اردن او کویټ کې یې د امریکا پوځي اډې تر توغندیزو او ډرون بریدونو لاندې راوستي.
د نجونو په تعلیم باندې د کرزي ټینګار د طالبانو غبرګون پارولی
نجونو ته د تعلیم د زمینې د برابرولو په اړه د پخواني ولسمشر حامدکرزي ټینګار د طالب چارواکو غبرګون پارولی.
له دې ډلې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاالله هاشمي پرون په خپله ایکس پاڼه ښاغلي کرزي ته په خطاب لیکلي چې: «ته د افغانستان د مساییلو په اړه د نظر ورکولو حق نه لرې.»
هاشمي وړاندې لیکلي چې د لوړو زده کړو د چارو په اړه نظر د ده په خبره له هغو کسانو سره ښه ښایي چې د واکمنۍ پر مهال یې د هېواد د پرمختګ لپاره عملي او مثبت میراث پرېښی.
پخوانی ولسمشر حامدکرزی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په کابل کې دی د طالبانو له محدودیتونو سره سره یې د نجونو د تعلیم لپاره بیانونه ورکړي.
حامدکرزی شاوخوا ۱۴ کاله د افغانستان ولسمشر و او د واکمني پر مهال یې میلیونونه نجونې ښوونځیو او پوهنتونو ته تللې.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ثانوي او لوړو زده کړو محرومې دي.
لیونل مسي وایي ټیم یې تر پایه هڅې وکړې او د انګلستان ماتول ورته ډېر مهم و
د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د انګلستان تر ماتولو وروسته لیونل مسي ویلي چې ټیم یې هېڅکله هڅه پرېنښوده او په پوره عزم یې تر پایه لوبه وکړه.
د ارجنټاین کپټان لیونل مسي که څه هم په خپله ګول ترسره نه کړای شو خو د انګلستان په وړاندې یې په لوبه کې د ټیم په انسجام او د ګولونو په پاس کې ډېره مرسته وکړه.
ارجنټاین که څه هم تر ۸۵ دقیقې یو – صفر شاته و خو په وروستیو څو دقیقو کې یې ټول لوبغاړي د انګلستان په لور ور ورغلل او وتوانېدل په اوه دقیقو کې دوه ګولونه ووهي.
په دې ترتیب ارجنټاین چې تېر وار هم د نړیوال جام اتلولي ګټلې یو وار بیا پایلوبې ته ووت.
پایلوبه کې به د یکشنبې په ورځ ارجنټاین له هسپانیې سره مخ کېږي.
هسپانیې هم پایلوبې ته د وتلو لپاره له فرانسې لوبه ګټلې.
رباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشره وټاکل شوه
رباب فاطمه د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د مشرې په توګه وټاکل شوه.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په حواله په یوه بیان کې راغلي چې: «مېرمن فاطمه په ملي او نړیوالو ملکي خدماتو کې د ۳۰ کلونو څخه زیاته تجربه لري، چې پکې په ملي او نړیواله کچه ډیپلوماسي، پالیسي جوړونه، وکالت، پروګرام او تطبیق شامل دي.»
اغلې رباب فاطمه څه وخت مخکې دې دندې ته وړاندیز شوې وه.
اغلې فاطمه به د ملګرو ملتونو مخکینۍ ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا ځای ناستې شي چې دنده یې تېر سپټمبر پای ته رسېدلې وه.
د یوناما ماموریت له هغه وخت راهیسې د جورجیټ ګاګنون په سرپرستۍ مخته وړل کېده.
اروپا کې بېسارې تودوخه؛ ټرانسپورت او برېښنا له جدي ستونزو سره مخ دي
په اروپا کې بېسارې تودوخې سره سم د اورګاډي پټلۍ، سړکونه او د برېښنا شبکې له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.
چارواکي د دې وضعیت د کنټرول او د تأسیساتو د ساتنې لپاره له بېپیلوټه الوتکو، د مصنوعي ځیرکتیا له (سنسرونو) او ان د سپین رنګ له کارولو څخه ګټه اخلي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د هوايي ډګر کارکوونکو د دې لپاره چې د ۳۰ درجې سانتي ګراد تودوخې له امله د ځغاستلیکې سطحه زیانمنه نهشي، پرې اوبه وشیندلې.
ناروې همدارنګه د تودوخې پر وړاندې د مقاوم قیر ازموینه هم کوي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اروپا اوسني تأسیسات د سختې ګرمۍ د څپو پر وړاندې چمتو نهدي.
د یوه راپور له مخې، سخت اقلیمي بدلونونه لکه سخته ګرمي، وچکالي او سېلابونه کولای شي تر ۲۰۳۰ کال پورې د یورو سیمې اقتصاد تر ۴.۷ سلنې پورې کمزوری کړي.
اروپايي اتحادیه: د افغان ځوانانو د مهارتونو د پیاوړتیا لپاره پانګونه کوو
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازولۍ وايي، د مسلکي زده کړو او کار زده کړې له لارې افغان نجونو او هلکانو ته داسې فرصتونه برابروي چې پرمختګ وکړي او د خپلو ټولنو ملاتړ وکړي.
دې استازولۍ د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه)، د ځوانانو د مهارتونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په اېکس پاڼه ولیکل چې اروپايي اتحادیه له ځوانانو سره د مهارتونو په زده کړه، د کاروبار په پیل او د دوامدارو عایداتي سرچینو په رامنځته کولو کې مرسته کوي او په دې توګه د افغانستان په راتلونکي کې پانګونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته نجونې او ښځې له ثانوي او عالي تحصیلاتو منع کړي او د دوی پر ټولنیز ژوند او کار یې هم سخت محدودیتونه لګولي دي.
د افغانستان، روسیې او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزې همکارۍ تازه تړونونه
د افغانستان، روسیې او قزاقستان شرکتونو د ۴۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) وویل، دغه تړونونه د ساختماني موادو، درملو، خوراکي توکو او کرنیزو خدماتو په برخو کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د خصوصي سکټور ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او د سیمهییزې سوداګرۍ د ودې په هدف لاسلیک شوي دي.
خو دې خونې د هر شرکت د ونډې او د دغو تړونونو د عملي کېدو د وخت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د افغانستان او روسیې کلنی سوداګریز حجم شاوخوا ۵۳۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې ۴ میلیونه ډالر یې د افغانستان صادرات او ۵۳۴ میلیونه ډالر له روسیې واردات دي.
وروسته له دې چې پاکستان سره سوداګريزې لارې وتړل شوې، طالبان هڅه کوي له روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د «معلوماتي ملاتړ» نوی ریاست جوړ کړ
افغانستان کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د "معلوماتي ملاتړ" په نوم د یو نوي ریاست د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت د عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس، مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده، په یوې تازه غونډه کې ویلي چې د دې ریاست د جوړېدو هدف په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو څارنه، ملاتړ او معلوماتو ته د لاسرسي د زمینې برابرول دي.
طالبان په داسې حال کې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ خبره کوي چې واک ته له ستنېدو وروستهیې په تېرو ۵ کلونو کې پر ازادو رسنیو او خبریالانو سخت محدودیتونه لګولي، معلوماتو ته لاسرسی یې محدود کړی او د دې وضعیت له امله سلګونه رسنۍ تړل شوي، یو شمېر خبریالان زنداني شوي او زرګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له افغانستانه کډه کولو ته اړ شوي دي.
د طالبانو دغو اقداماتو د خبریالانو د ملاتړ د کورنیو او نړیوالو بنسټونو سختې نیوکې هم راپارولې دي.
امو نهنګانو د درېیم پرلهپسې ځل لپاره د شپږیزې لیګ اتلولي وګټله
د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ په یوولسم پړاو کې د امو نهنګانو لوبډلې د اتلولۍ جام خپل کړ.
د دې سیالیو وروستۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) د خوست د کرکټ په لوبغالي کې ترسره شوه.
سپین غر پړانګانو د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه، خو امو نهنګانو وکولای شول دا هدف په ۱۶ اورونو کې بشپړ کړي او بریا خپله کړي.
دا درېیم پرلهپسې ځل دی چې امو نهنګان د شپږیزې کرکټ لیګ اتلولي خپلوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالۍ په ۲۰۱۳ کال کې پیل کړې وې او د روان کال سیالۍ د دې لیګ یوولسم پړاو و.