د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

جان کري له افغان حکومت نه ملاتړ څرګند کړ


واشنګتن پوسټ:

ګڼو ورځپاڼو او خپرونو کابل ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کري پر پروني ناڅاپي سفر ليکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ليکلي، جان کري له افغان حکومت نه د ملاتړ څرګندولو لپاره د شنبې په ورځ کابل ته لاړ.

په ليکنه کې راغلي، دا سفر په داسې وخت کې کېږي چې د افغان حکومت محبوبيت کم شوى، د افغانستان اقتصاد کمزورى شوى، وسله والو خپلې حملې زياتې کړي او افغانان له هېواده کډوالۍ ته مجبوره شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي چې د بهرنيو چارو وزير جان کري له افغان حکومت او افغان امنيتي ځواکونو نه د امريکا پر ملاتړ ټينګار وکړ.

واشنګټن پوسټ ليکي، جان کري له افغان لوري سره د وارسا او بروکسل په راتلونکو سرمشريزو کې افغانستان ته د مالي مرستو د راجلبولو پر څرنګوالي هم بحث وکړ.

په دې کتنو کې له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو پر هڅو هم خبرې اترې وشوې.

ډجيټل ژورنال:

ډجيټل ژورنال خپرونې په خپله تازه ګڼه کې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې: د طالبانو مشر تر کلنيو عملياتو مخکې خپل قدرت غښتلى کوي.

د ليکنې په پيل کې راغلي: د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور پر خپلو مخالفانو د غلبې په حاصلولو او يا هم د هغوى په له منځه وړلو سره د پسرلنيو عملياتو تر پيل مخکې غواړي خپل قدرت لا پسې پراخ کړي.

منصور په تېر دوبي کې وروسته له هغې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مرګ خبر خپور شو، ځان د طالبانو رهبر اعلان کړ، خو د ډجيټل ژورنال په باور د طالبانو ګڼو مهمو قوماندانانو له ملا منصور نه بيعت ونه کړ او ادعا يې وکړه چې ده د خپل انتخاب په پروسه کې چې په بيړه ترسره شوه، درغلي کړې ده.

منصور په وروستيو کې خپلو پلويانو ته په يوه پيغام کې وويل:

"راځئ صرف د الله د رضا لپاره په قوي ارادې او لوړې روحيې سره د دښمن په وړاندې قاطع جنګ ته ځانونه تيار کړئ."

ډجيټل ژورنال ليکي، طالبانو په وروستيو کې اعلان وکړ چې دوه وتلي مخالفان يې ملا عبدالمنان چې د ملا عمر ورور دى او د ملا عمر زوى ملا محمد يعقوب ته به د کوټې په شورا کې چې د طالبانو د رهبرۍ شورا ګڼل کېږي، څوکۍ ورکړل شي.

بله خوا تېره اوونۍ ملا قيوم ذاکر له ملا منصور نه بيعت اعلان کړ.

خپرونه ليکي، دا معلومه نه ده چې د طالبانو دغو مهمو مشرانو په خپله خوښه خپل دريځ بدل کړى که د پاکستان پوځي ادارو، چې ويل کېږي له منصور سره نژدې اړيکې لري، ورباندې فشار راوړى دى.

XS
SM
MD
LG