د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

د خصوصي پوهنتونونو فارغانو ته به ډپلومونه ورکړل شي


په افغانستان کې له تېرو کابو لسو کلونو راهيسې خصوصي پوهنتونونه یا د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې فعالیت کوي خو ولې يې لاهم فارغانو ته د فراغت ډیپلوم نه ورکول کیږي؟

په داسې حال کې چې د نړۍ اکثره معتبر پوهنتونونه خصوصي دي خو دلته ولې ځيني فکر کوي چې په کانکور کې پاتې شوي کسان شخصي پوهنتونونه وايي نو دوی لایقه نه دي؟ نږدې یو کال پخوا د لوړو زده کړو وزارت ویلي وو چې د خصوصي پوهنتونو فارغانو ته به د ډپلومونو وېش پيل کړي، خو خبره وځنډېده، سږ کال څنګه؟...په نننۍ خپرونه کې ورباندې غږېدلي یو.

نږدې لس کاله پخوا په افغانستان کې د لوړو زده کړو په برخه کې د لوړو زده کړو شخصي مؤسسو یا خصوصي پوهنتونونو فعالیت پېل کړ چې د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دم ګړۍ يې شمېر تر سلو اوښتی دی. دې ته په کتو چې هر کال په کانکور ازموینه کې ګڼ ځوانان بې نتيجې يا ناکامه پاتې کیږي او په دولتي پوهنتونونو کې يې د جذب ګنجایش نه وي نو اکثره هغه چې د فیس زور يې لري، خصوصي پوهنتونه انتخابوي. موږ دلته په دې نه غږیږو چې په دغو پوهنتونونو کې د لوړو فیسونو موضوع او نورې ستونزې څنګه دي، بلکې په دې غږیږو چې د خصوصي پوهنتونونو فارغانو ته له تېرو کابو لسو کلونو راهيسې ولې ډپلومونه نه ورکول کیږي او د ډپلوم پر ځای دوی ته د ټرانسکرپټ په نوم ورکړل شوی د څلورکلنو نمرو لرونکی سند ولې په ځینو دولتي ادارو کې د اعتبار وړ نه ګڼل کیږي؟

پېل له همدې ځایه کوو چې ولې ځینې کسان د خصوصي پوهنتونو زده کړو او اوسني ورکړل شوي سند یا (ټرانسکرپټ) ته په اعتبار نه دي قایل، څوک څه وايي:

"د قره باغ جمیل الرحمن روحاني او د ننګرهار وقار احمد په کابل کې د خصوصي پوهنتونونو دوه هغه محصلان دي چې وايي موږ ته اوس د فراغت د ډپلوم پر ځای ټرانسکرپټ راکول کیږي او دا اندېښنه راسره ده چې که چېرې سبا په کومه اداره کې له موږ ډپلوم غوښتل کیږي نو څه ورته ښکاره کړو؟ او چې د ټرانسکرپټ په نوم کوم سند راکول کیږي، دا به هلته د اعتبار وړ وګڼل شي او که نه؟"

د ولسي جرګې د معارف، لوړو زده کړو او د دیني او فرهنګي چارو د کمیسون مشر کمال ناصر اصولي په کابل کې د ایرانیانو د څو پوهنتونونو په یادولو سره وايي چې د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسو په نوم ځینو داسې څه وکړل چې د دغو ادارو اعتبار يې تر پوښتنې لاندې راوست، دی زیاتوي چې په ولسي جرګه کې يې په وار وار په خصوصي پوهنتونونو کې د شته ستونزو په اړه بحثونه کړي دي او ځينو مسايلو ته یې د حل لارې د موندلو هڅه کړې.

ځينې ځوانان بیا د دې لامله هم شکایت کوي چې د عامو خلکو په شمول ځینې دولتي ادارې هم د خصوصي پوهنتونونو زده کړو ته په ارزښت نه دي قایل او اسناد یې باوري نه بولي.

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون محصل بهیر موند وايي چې په دولتي ادارو کې له خصوصي پوهنتونونو فارغه شویو ځوانانو سره توپيري چلند کیږي او اسنادو ته یې ارزښت نه ورکوي. دی وايي که چېرې دغه پوهنتونه د اعتبار وړ نه وي نو ولې فعالیت کوي، باید وتړل شي او که د اعتبار وړ وي نو باید توپيري چلند ورسره ونه شي. خو یو بل محصل شفیع الله اوریاخېل بیا دا خبره ناسمه بولي او وايي چې د ده ګڼ هغه ملګري چې له خصوصي پوهنتونونو فارغ دي اوس په مختلفو دولتي او غېر دولتي ادارو کې په لوړو مقامونو ګمارل شوي دي.

ځينې کسان فکر کوي چې له خصوصي پوهنتونونو فارغه شوي کسان ځکه لایقه نه دي چې دوی په کانکور کې بې نتیجې او یا ناکامه پاتې شوي دي، که لایقه وای نو په کانکور ازموینه کې به بریالي شوي وو، خو دې ته په پام سره چې که یو خوا په کانکور ازموینه کې پوهنتونونو ته د جذب ګنجایش محدود وي نو ګڼ هغه يې بې نتيجه پاتې شي او بل خوا یو شمېر هغه يې داسې پوهنځیو ته بریالي شي چې د دوی خوښ نه وي، ځکه خو مجبوره شي چې تعجیل واخلي، لکه جاوېد. د کابل اوسېدونکی جاوېد هم وايي چې زه له خپلې لیسې اول نمره فارغه شوم خو په کانکور کې د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالی نه شوم او چې کوم ته بریالی شوم هغه زما نه خوښېده ځکه مې په خصوصي پوهنتون کې د خپل زړه پوهنځي یاني حقوقو ته دوام ورکړ، نو سبا چې زه له پوهنتونه فارغېږم خلک به ما بېسواده بولي چې ته له شخصي پوهنتونه فارغ يې؟ او ادارې هم باید استعداد ته ارزښت ورکړي، یو ځوان دې وګوري او ازموینه دې ورنه واخلي چې کار ورته کولی شي او که نه، د دوی يې څه چې څوک له شخصي پوهنتونه فارغ دی او که له دولتي!؟

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو مشر محمدامیر کامه وال هم دا مني چې پخوا ځیني مسایل وو چې د دغو پوهنتونو اعتبار يې زیانمن کړی خو دی وايي چې د ټولو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د شخصي مؤسسو د کيفیت په لوړاوي يې کار پيل کړی دی او دوی ته د دولتي او غيردولتي پوهنتونونو د اسنادو تر منځ کوم خاص توپير نشته، ښاغلی کامه وال دا خبره هم ناسمه بولي چې ګواکې له خصوصي پوهنتونونو فارغه شوي محصلان کم لایقه دي، دی وايي چې په خصوصي پوهنتونونو کې دم ګړۍ په افغانستان کې داسې پوهنتونونه شته چې د زده کړو د کېفيت په لحاظ تر دولتي هغو لوړ دي.

کله چې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د اسنادو تر منځ د اعتبار له مخې توپير نه شته، نو ولې له تېرو نږدې لسو کلونو راهيسې د خصوصي پوهنتونونو فارغانو ته ډپلوم نه ورکول کیږي؟

دلته به د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر محصلانو او فارغانو ته تم شو چې دوی هغوی ته د ډپلومونو د نه ورکړې په اساس له اړوند ادارو څه ګېلې مانې لري:

"جاويد: د خصوصي پوهنتونونو فارغانو ته د ډپلوم نه ورکړه ښايي لوی علت وي چې ځينې ځوانان په خصوصي پوهنتونونو کې زده کړو ته زړه نه ښه کوي، موږ ټول اقتصادي ستونزې لرو، د ډوډۍ پېسې سپموو او درس ورباندې وایو نو چې دومره ستونزو کې درس هم ووايې او بیا د ډپلوم پر ځای ټرانسکرپټ درکول کیږي، دا خو جدي مشکل دی چې باید حل شي.

شفیع الله: بلې هو، دوی ډپلوم نه ورکوي، يوازې ټرانسکرپټ ورکوي. د لوړو زده کړو وزارت څخه مې هیله ده چې دغه ځوانان په ډيره مشکله درس وايي، پيسې او انرجي مصرفوي، باید ډپلوم ورکړل شي."

موږ ته نږدې یو کال وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د هغه وخت ویاند عبدالعظيم نور بخش ویلي وو چې په لنډه موده کې به دوی ته د ډپلومونو وېش پېل کړي خو هغه لنډه موده دا ده تر یوه کاله راوغځېده خو دا لنډه موده سږ کال تر دوو- درو اوونيو رالنډه شوې، یاني سږ کال ویل کیږي چې د شخصي پوهنتونونو فارغو شويو محصلانو ته به په نږدې دوو اوونيو کې د ډپلومونو وېش پېل شي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو مشر محمد امیر کامه وال وايي چې په جرمني هېواد کې په دې نږدې ورځو کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو لپاره پنځه سوه زره او همدا راز د دولتي پوهنتونونو لپاره هم پنځه سوه زره ډپلومونه -چې د یوه ډول اعتبار درلودوونکي دي- چاپيږي. دی ټينګار کوي چې د اعتبار له مخې يې تر منځ هيڅ توپير نه شته او ډاډه دی چې په راتلوونکو دوو یا درو اوونيو کې به د خصوصي پوهنتونونو فارغانو ته د ډپلومونو د وېش لړۍ پېل شي.

د دې موضوع په اړه مو په فرهنګي او اکادميکو چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار اسدالله غضنفر نظر هم پوښتلی، ښاغلی غضنفر د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د خصوصي مؤسسو فارغانو ته داسې ډاډ ورکوي:

"دغه ځوانان چې د افغانستان غوندې په یوه ډېره بېوزله ټولنه کې پخپلو پېسو سبق وايي، باید د خپل زحمت ثمره وويني او د خپل فراغت ډپلوم تر لاسه کړي. د لوړو زده کړو وزارت له وزيرې آغلې فريدې مومند سره تېره اوونۍ هم زما ملاقات و او د دې ناستې یوه موضوع هم د خصوصي پوهنتونونو د فارغانو د ډپلومونو وه. آغلې له ځانه سره دا زېری درلود چې دا ستونزه هواره شوې او په اصولو کې هم منل شوې ده، البته یو څه تخنيکي مشکلات لا پاتې دي خو هغې ډاډ راکړ چې دغه تخنيکي ستونزې میاشتې نه غواړي بلکې د ورځو خبره ده او تر دوو - دوه نیمو اوونيو نه ځنډیږي. نو څومره چې زه پوه شوی یم دغو فارغانو ته باید دا زيری ورکړو چې په ډېر لنډ وخت کې به ډپلومونه تر لاسه کړي. "

خو داسې ګنګوسې شته چې له هر فارغ شوي محصل څخه به د ډپلوم له ورکړې څخه مخکې يوه ځانګړې ازموینه اخیستل کیږي. دا خبره څومره ریښتیا ده؟ ښاغلی کامه وال وايي چې هو، موږ په دې اړه دې پرېکړې ته رسېدلي یو چې د ډپلوم تر ورکولو مخکې باید له فارغانو څخه د فراغت یوه ازموینه واخیستل شي، او دا به یوازې د خصوصي پوهنتونونو له فارغانو نه بلکې له دولتي هغو هم وي. خو اوس موږ ورته چمتو نه یو، نو څوک چې له پوهنتونونو فارغه شوي دي، هغو ټولو ته ډپلومونه ورکول کیږي.

ښه نو، په دې هیله چې دا ځل د خصوصي پوهنتونونو، یا د لوړو زده کړو د شخصي مؤسسو محصلانو او فارغانو دا غوښتنه چې د ټرانسکرپټ تر څنګ دې ډپلوم ورکړل شي، هغه هم داسې چې د دولتي پوهنتونونو هغو هومره اعتبار ولري- رنګ راوړي، نننۍ تاندې څانګې پای ته رسوو.

دا خپرونه پر فیسبوک وڅارئ:

http://facebook.com/TandySagy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ:

http://pa.azadiradio.com

او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:

http://Shafaqn@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:00 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG