د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

"د افغانستان د استخباراتو اداره کلیوالو سیمو کې وسلې وېشي"


فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې په خپله تازه ګڼه کې تر دې عنوان لاندې مطلب لري، ولسمشر غني د افغان ښځو لپاره بې ساری اتل. د دې مقالې په یوه برخه کې لولو چې د ولسمشر غني له راتګ سره په افغانستان کې د ښځو حقونو ته د پاملرنې یو نوی باب پرانیستل شو.

فارن پالیسي لیکي چې په افغانستان کې د ښځو د هڅو کیسه او د مساوي حقونو لپاره د هغوی کوښښونه دوام لري.

خپرونه وړاندې لیکي، په افغانستان کې د وروستیو تاریخې لاسته راوړنو سربیره په نړۍ کې اکثر خلک داسې فکر کوي چې افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو بد ځای دی، خو د افغانستان د نوې مشرتابه له لوري د ښځو د هڅو بې ساری ملاتړ باید له پامه ونه غورځول شي.

د فارن پالیسي په وینا له بده مرغه په لویدیځ کې دا نظر شته چې افغان میرمنې نیمګړې، محکومه او قرباني کیږي چې د لویدیځ په رسنیو کې دغه ډول یو اړخیز نظر، هغه افغان میرمنې له پامه غورځوي چې په بریالیتوب خپل ژوند مخکې بیایي او په میلیونو یې په کارونو بوختې دي.

فارن پالیسي د افغانستان لومړۍ میرمن رولاغني یاده کړې چې د برلین په کنفرانس کې یې ویلي و چې د لویدیځ رسنۍ افغان میرمنې ناتوانه او کمزورې ښکاروي، حال دا چې افغان ښځې پیاوړې، قاطع او مبتکرې دي.

فارین پالیسي په ورته وخت کې لیکي چې دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې داسې حکومت دی چې د ښځو له حقونو دفاع کوي او د هغوی دریځ یې پیاوړی کړی دی.

خپرونه بیا څرګندوي چې ولسمشر اشرف غني په خپلو خبرو کې او په عمل کې د ښځو له حقونو دفاع کوي او ان د ولسمشرۍ د لوړې د مراسمو په وینا کې یې د خپلې میرمنې نوم واخیست او له هغې یې مننه وکړه.

که څه هم د ده دا خبرې ښايي لویدیځوالو ته دومره مهمې نه وي خو په افغان کلتور کې بې سارې دي او د افغانستان ولس ته یې دا پیغام ورکړ چې ښځې د درناوي وړ دي او خلک باید هغوی ته په درنه وګوري.

وال سټریټ ژورنال:

امریکایۍ ورځپاڼه وال سټریټ ژورنال په خپله تازه ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې لیکنه لري، د افغانستان د استخباراتو اداره په کلیوالو سیمو کې خلکو ته وسلې ورکوي چې د داعش پرضد پاڅون وکړي.

د ورځپاڼې په باور دا پروګرام په ځینو سیمو کې عملي شوی دی او اوس حکومتي چارواکي وایي چې ښایي دا هڅې پراخې شي او له همدې لارې د طالبانو پر ضد هم استفاده وکړي.

دا پروګرام د ځینو افغان چارواکو په وینا ممکن د یاغیانو پر ضد د ولسمشراشرف غني د ستراتیژۍ یوه برخه وي، خو د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وینا ممکن دا پروګرام خطرناکه هم وي، ځکه چې په بېلابېلو سیمو کې د دغو وسله والو کنټرول بیا اسانه نه دی.

ورځپاڼه وړاندې د افغان چارواکو په وینا لیکي چې دا پروګرام تر دقیقې څارنې لاندې د تېرکال د اګست په میاشت کې پیل شو چې د سیمې چارواکي او د لویدیځ مسوول کسان یې څارنه کوي.

چمتوکوونکی: اجمل صدیق

XS
SM
MD
LG