تازه خبر
یکشنبه ۱ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۳

نور: هېڅوک ما په زوره نه شي ليرې کولاى

نيويارک ټايمز:

د امريکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور په باب ليکنه خپره کړې چې ويلي يې دي: هېڅوک ما په زوره نه شي ليرې کولاى.

د دغه مطلب په پيل کې چې دوو ليکوالو ليکلى راغلي: د افغانستان په سياست کې يو ځواکمن لوبغاړى، عطا محمد نور وايي، که افغان حکومت ورڅخه غوښتنه وکړي، دى حاضر دى له خپلې دندې ليرې شي.

په مطلب کې راغلي ښاغلى نور په حقيقت کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د ٣٤ واليانو د ليرې کولو په لړ کې د بلخ له ولايته چې د افغانستان يو حياتي تجارتي مرکز ګڼل کېږي، يونيم کاله مخکې ليرې کړاى شوى دى. خو ورځپاڼه ليکي، عطا محمد نور له قدرت څخه له لاس اخيستلو انکار کړى او د ولسمشر غني حکومت هم بيا په څرګنده دا مسئله راپورته نه کړه.

عطا محمد نور چې له ٢٠٠٤م کال راهيسې د بلخ والي دى، نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي: "که مې لازمه وګڼله چې واک څخه ليرې شم، موږ به بيا پرېکړه کوو چې وروسته څه وکړو او څوک به دلته نوى والي شي."

خو ښاغلي نور ويلي: "دوى ما په زوره نه شي ليرې کولاى او زه د خپلو خلکو تر څنګ يم."

د مطلب په دوام راغلي فرقوي کړکېچ له څو مياشتو راهيسې د افغانستان سياسي نظام اغېزمن کړى دى.

ورځپاڼې د تېرې اوونۍ هغه تاوتريخوالي ته اشاره کړې چې د بلخ د والي عطا محمد نور او د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم پلويان په خپلو کې په تاوتريخوالي واوښتل.

د دوستم پلويانو اعتراض درلود چې ولې د نوروز په شپه په مزار شريف کې د جنرال دوستم عکسونه څيرل شوي وو.

ډان:

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په خپله پرونۍ ګڼه کې په پېښور کې د شوکونو او اخاذيو د ګواښ پر زياتېدو ليکنه خپره کړې چې پاکستاني چارواکي وايي له افغان لوري سره به پر دې ستونزه خبرې وکړي.

د ليکنې په پيل کې راغلي يوه دولتي کمېټه چې د خيبرپښتونخوا ايالت او قبايلي سيمو په امنيتي برخه کې کار کوي، د شنبې په ورځ غونډه وکړه او په پېښور کې يې د نامعلومو کسانو له خوا د شوکونو يا په زوره له خلکو د پيسو اخيستو د زياتېدو پر مسئله بحث وکړ.

په مطلب کې راغلي چې د پاکستان د حکومت يو هيئت به د همکارۍ د جلبولو کابل ته ولېږل شي، ځکه چې د ورځپاڼې په حواله په ځينو دغسې قضيو کې د افغانستان د ټليفوني شبکو له سيم کارډونو استفاده شوې ده.

ډان ليکي، د پېښور له اوسېدونکو سره د افغانستان او پاکستان له سرحدي سيمو د شوکونو يا اخاذۍ په هدف ټليفوني تماسونه نيول کېږي او په وروستۍ غونډه کې چې په پېښور کې وشوه، پرېکړه وشوه د پاکستان په خاوره کې دننه به ټولې غيرقانوني ستنې يا پايې غيرفعاله کېږي.

د مطلب په دوام لولو، د پاکستان يو عالي رتبه هيئت به کابل ته ځي چې په دې برخه کې له افغان چارواکو د همکارۍ غوښتنه وکړي.

​
XS
SM
MD
LG