د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

اخیستل شوې الوتکه هېڅکله د افغانستان اسمان ته راونه رسېده


د بریتانې چاپ انډیپنډټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې لیکلي، هغه بې پیلوټه الوتکه چې په افغانستان کې د نشي موادو د قاچاق پر ضد د مبارزې په هدف اخیستل شوي دا مهال په امریکا کې د ورستېدو په حال کې ده.

ورځپاڼه وايي، د امریکا له نشي موادو سره د مبارزې وزارت دا الوتکه په لس میلیونه ډالر واخستې، لسګونه میلیونه نور يې په پرزو او نورو چارو مصرف کړل چې په افغانستان کې د نشي موادو قاچاق وڅاري خو له دې الوتکې هیڅ کله ګټه پورته نه شوه.

په افغانستان کې هم د دې الوتکې د ترمیم لپاره یو ګېراج جوړ شو، خو دا الوتکه د افغانستان فضا ته ونه رسېده.

انډیپنډنټ ورځپاڼه د مطلب په پای کې لیکي، دا یوه بله بېلګه ده چې ښيي څرنګه د امریکا د حکومت لسګونه میلیونه ډالر په افغانستان کې ضایع شوي دي.

پاور انجینرینګ انترنشل:

پاور انجینرینګ انټرنشل خپرونې په خپله تازه ګڼه کې د ترکمنستان د یوه برېښناکوټ په اړه چې ټاکل شوې افغانستان ته برېښنا صادر کړي، یوه مقاله خپره کړې ده.

خپرونه لیکي، کله چې د دې برېښنا کوټ مزي ونښلول شي نو د شوې موافقې له مخې افغانستان به د راتلونکو لسو کلونو لپاره له دې لارې برېښنا ولري.

د برېښنا دا کوټ زرګر نومېږي، د ګاز له لارې برېښنا تولیدوي او د برق د تولید ظرفیت يې ۴ سوه میګا واټ دی.

انجینیرنګ پاور انترنشل خپرونه زیاتوي، ترکمنستان په دې وروستیو کې دوامداره پرمختګ کړی او دا هېواد هڅه کوي چې له ګاونډیانو سره خپلې اړیکي ټینګې کړي.

اکانمسټ:

اکانمسټ مجلې په سویډن کې د یوې مهاجرې کورنۍ د برخلیک په اړه مطلب خپور کړی او لیکي چې په دې هېواد کې له افغانانو سره روان چلند دا ښيي چې په اروپا کې د کډوالی سیسټم د سقوط په حال کې دی.

مجله د درېیو افغانو خویندو په اړه چې له ایران څخه سویډن ته رسېدلي او سویډنې چارواکو يې د پناه غوښتنې موضوع سخته کړې لیکلي، ښايي د دې کورنۍ د منل کېدو غوښتنه رده شي.

که څه هم د دې خوېندو ورور د سویډن تابیعت لري خو هغوي په یوې کورنۍ کې چې سرپرستي يې پرغاړه لري، ژوند کوي او د خپل راتلونکې په اړه نه پوهېږي.

XS
SM
MD
LG