د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

د امنیتي وضعیت په اړه د کابل ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان ځواکونو او د افغانستان د روان امنیتي وضعیت په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، نوی کال د تېر کال په څېر د ځینو کړیو له خوا د پوځي ګواښونو او تاوتریخوالي کال ګنل کېږي، خو د مطلب د لیکونکي په وینا د هېواد پوځي مسؤلینو بیا تېر کال د افغانستان د ژغورنې او پر دښمن د برلاسي کال بللی دی.

په مطلب کې راغلي دغه مسؤلین ګوت څنډنه کوي چې، د تېر کال په څېر به هېڅ چاته د دې اجازه ورنه کړي چې خپلې شومې موخې ته ورسېږي.
په مطلب کې دغه شان راغلي چې افغانان به په هر حال کې د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ وي او تبلیغاتي کړۍ دې هم د تشو ګمانونو پر ځای په هېواد کې د اوږدې جګړې د ختمولو لارې چارې ولټوي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې د اروزګان ولایت د چار چینو ولسوالۍ ورستی امنیتي حال ورکړی لیکلي یې دي چې د افغانستان په ملي شورا کې د یاد ولایت د ځینو استازو په وینا په چارچینو کې له څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

په مطلب کې راغلي چې افغان ځواکونه په چارچینو کې پوځي مرستې ته اړه شوي خو حکومت ورته تازه دمي عسکر نه دي استولي او پایله یې دا شوې چې دوی په شاتګ کړی او ۱۲ پوستې یې طالبانو ته پرېښي دي.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې ملي شورا کې د یاد ولایت استازو حکومت ته خبرداری ورکړی چې که په سیمه کې ایسارو سرتېرو ته مرسته ونه رسېږي دا وېره شته چې د چارچینو ولسوالي هم د وسله والو طالبانو لاس ته پرېوځي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې د افغانستان د یو شمېر سرحدي ولایتونو د ځواکونو د بد وضعیت په اړه لیکلي دي.

د مقالې لیکوال لیکلی چې په کونړ، نورستان او ننګرهار کې افغان ځواکونه د لوژیستیکي اکمالاتو، خوراکي موادو او ټپیانو د درملنې په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

کابل پوسټ د ډیورند کرښې په اوږدو د مېشتو ځواکونو له خولې لیکلي چې دوی ان کله کله د اونیو سړه باسي ډوډۍ په اوبو کې لمدوي او خوري یې.
په سر مقاله کې د دغو ځواکونو په حواله دا هم راغلي چې دوی حتی کله کله خپل ټپیان د ناچارۍ له وجې له پولې اخوا د درملنې لپاره وړي.

د مقالې لیکوال لیکي چې دا وضعیت د افغان ځواکونو په ځانګړي ډول د سرحدي ځواکونو وضعیت ته د مسؤلو چارواکو نه پاملرنه ښيي.

XS
SM
MD
LG