د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د سترې محکمې د رئیس پلار "سید حسن" راخوشې شو


د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د سترې محکمې د رييس پلار سید حسن چې موده وړاندې د انسان تښتوونکو له خوا نامعلوم ځای ته تښتول شوی و د سې شنبې په ورځ راخوشې او کورنۍ ته يې وسپاره.

په همدې هدف په جوړه شوې خبري ناسته کې د ننګرهار والي سلیم خان کندزي وویل، سید حسن د کشفي ځواکونو او قومي مخورو په هلو ځلو راخوشې شوی:

ښاغلي کندزي زیاته کړه:

"زه له خپلو کشفي ادارو نه مننه کوم چې شپه او ورځ يې هلې ځلې وکړې او حاجي صاحب يې روغ رمټ بیرته خپل کورته را وګرځولو او د ده په راخوشې کولو کې سپین ږیرو هم مرسته کړې ده قضيه روانه ده په دې اړه پلټنې روانې دي چې عاملين هم ونیول شي."

نوموړی وايي، په دې اړه هم څيړنې روانې دي او ډير ژر به عاملين تثبیت او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په همدې خبري غونډه کې د ننګرهار د ملي امنیت رييس جنرال داد محمد حریفي وویل، د انسان تښتوونکو پر ضد يې جدي هلې ځلې پيل کړي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي وویل، سید حسن د کشفي ځواکونو او قومي مخورو په هلو ځلو راخوشې شوی
د ننګرهار والي سلیم خان کندزي وویل، سید حسن د کشفي ځواکونو او قومي مخورو په هلو ځلو راخوشې شوی

دی وايي، همدا نن يې اته تنه انسان تښتوونکي هم نيولي چې اوس ترې پلټنې روانې دي.

ښاغلي حریفي زیاته کړه:

"موږ نن یو خاص عمليات وکړل او اته تنه انسان تښتوونکي ونیول او زه باور لرم چې د دې کسانو په نیولو سره هغه کسان چې په دې تيرو ۱۰-۱۵ ورځو کې څو تښتول شوي وي د هغوی د راخوشې کیدلو په برخه کې موږ سره همکاري وکړي."

د سترې محکمې د رييس پلار د انسان تښتوونکو له منګولو داسې مهال راخوشې کيږي چې ولایتي ادارې په امنيتي مجلس کې د انسان تښتوونکو پر ضد د جدي مبارزې پریکړه کړې او د شخصي وسلو هغه ټول جوازونه بې اعتباره اعلان کړل چې له دې وړاندې د امنیه قومندانۍ یا ولایتي ادارې له لورې ورکړل شوي وو.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG