د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

له بهرنیو هېوادونو نه د افغانانو د ایستلو په اړه د"IOM"دریځ


د مهاجرت د نړیوال سازمان IOM د افغانستان د برخې مسؤلین وایي، دا سازمان د هرې هغې پروسې ملاتړ کوي چې په ترڅ کې یې افغانان په خپله خوښه له اروپایي یا نورو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستنېږي.

د دې سازمان د کابل د دفتر د عامه اړیکو مشر نصیر احمد حیدرزي له ازادي راډیو سره په مرکه کې دغه راز وویل چې دوی پر دې سربېره چې په باعزته توګه خپل هېواد ته د افغانانو په بېرته ستنولو کې مرسته کوي، دغه راز له هغوی سره په موقته توګه د هستوګن ځای په برابرولو، د کاري فرصتونو او په ټولنه کې د بېرته مدغم کولو په ګډون په ځینو برخو کې هم ورسره مرسته کوي.

په دې وروستیو کې یو شمېر اروپایي هېوادونو ویلي چې ډېری هغه افغانان به بېرته افغانستان ته ستانه کړي چې د پناه اخیستو مستحق نه دي.

نوریاس نوري د دې موضوع په اړه د مهاجرت د نړیوال سازمان «IOM» د افغانستان د څانګې د عامه اړیکو له مشر نصیر احمد حیدرزي سره مرکه کړې او په سر کې یې افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه د دې سازمان د دریځ پوښتنه کړې ده؟

ښاغلي حیدرزي په ځواب کې وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:13 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG