د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۸

سرنوشت: د نورستاني استعفا د اجرائیه ریاست د فشارونو پایله ده


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډيره انتخاباتي مسائلو او د کرکټ د ملي لوبډلې پرونۍ تاریخي بریا ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د پخواني مشر استعفا د اجرائیه ریاست د فشارونو پایله ده.

په مطلب کې لیکل شوي چې د ټاکنو په کمېسیون کې دغه ډول لاسوهنې راتلونکي انتخابات درغلیو، قوم پالنې، نانندریو او بې باوریو ته بیایي.

ورځپاڼې د یو شمېر سرچینو په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي چې له عبدالرحمان هوتکي او سریر احمد برمک پرته د انتخاباتو د کمېسیون ټول کمېشنران استعفا ته مجبوره کړای شوي دي.

د مطلب لیکوال ویلي، که د کمېشنرانو د استعفا لړۍ دوام وکړي، دا په دې معنی ده چې همدې کمیشنرانو په تیرو ټاکنو کې درغلۍ کړي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې خپلې سرمقالې کې لیکلي چې د نورستاني له استعفا وروسته باید نور کمېشنران هم استعفا وکړي څو د انتخاباتو د نوي کمېسیون جوړیدو ته لاره هواره شي.

په سرمقاله کې راغلي، که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کمېشنرانو درغلۍ کړې وي، باید محاکمه شي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، اوس باید هڅه وشي چې په دې ډول مهمو پوستونو کې خائنې څیرې ونه ټاکل شي او که چیرې بیا هم داسې څيرې ټاکل کیږي، بد عواقب به ولري.

سرخط ورځپاڼې بیا د کرکټ د ملي لوبډلې پرونۍ بریا ته یو تحلیلي مطلب ځانګړی کړی او لیکلي دي چې له توقع پورته کارنامه.

په مطلب کې راغلي پرون یوځل بیا د نړېوالو په خوله کې د افغانستان نوم تکراریده او هیڅ باور یې نه کاوه چې د افغانستان په څیر هېواد چې وګړي یې د څو لسیزو جګړو زیانمن کړي، ویسټ انډیز ته ماته ورکړي.

د مطلب لیکوال ویلي، ویسټ انډیز هغه ټیم و چې دوه ځله یې په پنځوس اوریزو او یو ځل یې په شل اوریزو کې اتلولي ګټلې، خو پرون افغانستان ورته تاریخې ماته ورکړه.

کابل پوسټ ورځپاڼې هم همدې موضوع ته یو مطلب ځانګړی کړی او لیکلي دي چې افغانستان یو ځل بیا په کرکیټ کې تاریخ جوړ کړ.

د ورځپاڼې په باور، لومړی ځل دی چې د دویمې درجې یو هیواد ویسټ انډیز ته ماته ورکوي او همدې ویسټ آنډیز لوبډلې له دې وړاندې خپل درې مهم سیالان مات کړي وو.

XS
SM
MD
LG