د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د افغانستان او ویست انډیز د وروستۍ سیالۍ په اړه نړېوالې تبصرې


نن د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ د نړیوال شل اووریز جام په سیالیو کې وروستۍ مسابقه لري.

ګڼ شمېر ورځپاڼو او ویبپاڼو د افغانستان او ویست انډیز د وروستۍ سیالۍ په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

بیټنګ بیټ فېر ویبپاڼې اټکل کړی چې د افغانستان او ویست انډیز په سیالۍ کې به د دواړو ټیمونو د منډو شمېر لږ وي.

دا ویبپاڼه وايي، د دې لپاره به د منډو اوسط کم وي چې دا مسابقه د هند په ناګپور میدان کې کېږي چې نسبت نورو میدانونو ته لوی دی.

د هند چاپ انډین ایکسپریس ورځپاڼې بیا لیکلي چې د کرکټ افغان نندارچیان او مینه وال په نړیوال شل اووریز جام کې د خپل ټیم پر لوبو خوښي ښيي.

ورځپاڼه زیاتوي، د افغانستان د کرکټ مینه وال باور لري چې ټیم یې ژر وده کړې، د نړیوالو شل اووریزو سیالیو جوګه شوی او په خپلو راښکونکو لوبو یې په دې تورنمنټ کې ډېر خلک حیران کړي دي.

پر کرکټ سربېره د افغانستان په تړاو بله موضوع اروپا ته د تللیو افغان پناه غوښتونکو مساله ده.

ګارډین:

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په دې اړه د خپل هېواد د کورنیو چارو وزارت د نوې پالیسۍ یادونه کړې او ویلي یې دي چې دې وزارت له بریتانیا څخه خپل هېواد ته د افغان ترجمانانو د ستنولو پالیسي بدله کړې ده.

ورځپاڼې په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو د ترجمانانو د ایستلو قضیه لانجمنه او متنازع بللې او ویلي یې دي چې په دې برخه کې بدلون د تېرې پنجشنبې په ورځ هغه مهال ولیدل شو چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر یو افغان ترجمان ته چې په خپل هیواد کې یې له بریتانیايي پوځیانو سره ۷ کاله کار کړی و، په بریتانیا کې د پاتې کېدو وېزه ورکړه.

XS
SM
MD
LG