افغانستان
یوسف نورستاني له خپلې دندې استعفې وکړه
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشراحمد یوسف نورستاني تیره ورځ له خپلې دندې استعفې وکړه.
د انتخاباتو د کمېسیون ویاند نورمحمد ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي نورستاني دا ګام د انتخاباتي لانجو د حل او د هېواد د ښېګڼۍ لپاره پورته کړی دی.
ښاغلي نور زیاته کړه:
"د استعفا دلیل د هغې لانجې پایته رسول وو چې له انتخاباتو وروسته راپورته شوې وه.دغه را ز هغو موضوعاتو ته په پام سره دا پریکړه شوې ده چې هېواد ته مهم دي. دا په بشپړه توګه د هغه شخصي پریکړه ده."
د افغانستان د ولسمشرۍ د وروستیو لانجمنو انتخاباتو له امله د انتخاباتو د کمېسیون پر مشرتابه سخت انتقادونه وشول او په راتلونکې کې د انتخاباتو د شفافیت لپاره د دې کمېسیون د مشرانو د بدلولو غوښتنه کیده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په هانک کانګ شپږ اووره سیالیو کې د افغان ټیم ګډون
د هانک کانګ شپږ اوریزو سیالیو لپاره د ګلبدین نایب په مشرۍ افغان کرکټ بورډ یو ټیم اعلان کړ.
تمه ده د هانک کانګ شپږیزې سیالۍ همدا اکتوبر پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ یکشنبه په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې ګلبدین نایب به لوبډلمشر وي، ورسره صدیق پاچا، عمران میر، کریم جنت،ننګیالی خان،فرمان الله صافی او عبدالرحمن په ټیم کې شامل دي.
تمه ده د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په دېرشمه د جنوبي افریقا په وړاندې وي او دویمه یې د اکتوبر په ۳۱مه له عمان سره ده.
د هانک کانګ شپږ اوریزې سیالۍ د نړۍ د دولسو ټیمونو تر منځ دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې او افغاني سرې میاشتې ټولنې تر منځ د بشري فعالیتونو د پیاوړتیا تړون وشو
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یې د بشري فعالیتونو د پياوړتیا په هدف یو درې کلن تړون لاسلیک کړ.
دې ټولنې په خپله ایکس پاڼه د یکشنبې په ورځ د دغه تړون په اړه خبر ورکړی.
د بیان په اساس دا تړون د بیړنیو خدماتو، روغتیا پاملرنې، اوبو او حفظ الصحې، د چاودېدونکو توکو له امله د خطرونو په کمولو او د معیشت په ملاتړ تمرکز کوي.
دا تړون د «افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اوونۍ» پر مهال لاسلیک شوی.
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازي یوهانس بروور ویلي چې مرستندویه بنسټونه باید د سرې میاشتې ملاتړ وکړي څو د لا ډېرو ستونزو پر وخته رسیدنه وشي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د شپږ اړخیزو لوبو پایلوبې ته ووته
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل په کوربتوب د شپږ اړخیزو لوبو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
افغان لوبډلې تیره شپه په نیمه پایلوبه کې کیپ ورډ هېواد ته ۲ د ۴ پر وړاندې په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووته.
افغان لوبډله په پایلوبه کې له برازیل سره مخ ده.
دا لوبه نن ماښام د کابل په وخت ۸نیمې بجې پیلږي.
د برازیل په کوربتوب د لویو وچو ترمنځ د شپږو هېوادونو جاپان، پیرو، اندونیزیا او کیپ ورډ ترمنځ دا لوبې د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۲ نیټه پیل شوې وې چې نن ماښام پایته رسیږي.
پاکستان: له افغانستان سره خبرې باید مشروطې وي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (شنبې) وویل، اسلاماباد له افغانستان سره خبرو ته چمتو دی، خو دغه خبرې باید د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل په ګډون د مشخصو پایلو سبب شي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه وزارت ویاند سجاد حیدر خان وویل، پاکستان به د هغو دوستو هېوادونو د رښتینو هڅو هرکلی وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو په هواري کې مرسته کوي.
نوموړي د روسیې د منځګړیتوب په اړه ویلي، تر اوسه د داسې کومې رسمي هڅې په اړه معلومات نه لري، خو پاکستان له اغېزمنو منځګړیتوبونو سره همکارۍ ته چمتو دی.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د اختلاف له امله له ګډې اعلامیې پرته پای ته ورسېده. اسلاماباد له طالبانو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او نورو هغو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې د پاکستان په وینا، د افغانستان له خاورې بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت د پاکستان ادعا ردوي او وايي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.
د فوټسال د ۲۰۲۶ کال د ملتونو جام؛ د افغانستان او جاپان لوبه مساوي شوه
د «فوټسال د ۲۰۲۶ کال د ملتونو جام» په سیالیو کې د افغانستان او جاپان د ملي لوبډلو ترمنځ لوبه د صفر پر وړاندې صفر مساوي پای ته ورسېده.
د دغو سیالیو په لړ کې افغانستان د جمعې په سهار وختي خپله لومړۍ لوبه له جاپان سره ترسره کړه چې دواړو لوبډلو ونهشوی کولای ګول ووهي.
افغانستان د فوټسال د ملتونو جام په دې شپږ اړخیزو سیالیو کې په «بي» ګروپ کې له جاپان او پیرو سره یوځای دی.
برازیل، اندونیزیا او کېپ ورډ هم د دغو سیالیو نور ګډونوال دي.
دا سیالۍ د اکټوبر په ۱۴مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې پورې به دوام وکړي.
امریکا د دوو افغانانو د تابعیت د لغوه کولو غوښتنه کړې
د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې د ۴۰ کسانو د امریکايي تابعیت د لغوه کولو لپاره یې قضیې ثبت کړې دي چې دوه افغانان هم پکې شامل دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې د تلې په ۲۱مه خپره شوې، پر دغو کسانو تور دی چې د جرمونو په کولو، د تابعیت اخیستو په بهیر کې د ناسمو معلوماتو په ورکولو او د مهمو معلوماتو په پټولو سره یې د امریکا تابعیت ترلاسه کړی دی.
په دې نوملړ کې ۵۵ کلن واریس جان صافی او ۵۷ کلن اسد جان رامین هم شامل دي.
د نیویارک د محکمې د اسنادو له مخې، پر صافي تور دی چې په ۱۹۹۵ کال کې د طارق محمود په نوم د پاکستان له جعلي پاسپورټ څخه په استفادې امریکا ته ننوتی و. د هویت له افشا کېدو وروسته یې، د چارواکو په وینا، د بېلابېلو هویتونو په جوړولو او واده کولو سره د استوګنې اجازه او وروسته تابعیت ترلاسه کړی دی.
په یوه بله قضیه کې، چې په پنسلوانیا کې ثبت شوې، پر اسد جان رامین تور دی چې نژدې ۳۰ کاله مخکې یې د یوه بل افغان وګړي له هویت څخه په استفادې د کډوالۍ امتیازات ترلاسه کړي او وروسته یې امریکايي تابعیت اخیستی دی.
د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې د دغو کسانو قضیې به محکمې ته ولېږل شي. په نوملړ کې د مکسیکو، پاکستان، ایران، هند، فلیپین، بریتانیا، وینزویلا او کیوبا وګړي هم شامل دي.
د خوړو نړیواله ورځ؛ تر ۱۹ میلیونه ډېر افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دي
نن په نړۍ کې په داسي حال کې د اکتوبر د شپاړسمې، د خوړو د نړیوالې ورځې یادونه کېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په راروان ژمي کې به په افغانستان کې ۱۹.۲ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخامخ شي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې د راروان ژمي په ترڅ کې به د افغانستان کابو ۴۰ سلنه وګړي له سختې لوږې او د خوړو له کمښت سره مخامخ شي او په ۲۰۲۷ کال کې به د خوارځواکۍ پېښې هم په څرګند ډول زیاتې شي.
له دې سره هم مهاله د ملګروملتو د بشري مرستو ادارو اعلان کړی چې په ۲۰۲۷ کې به تر څلور میلیونه ډېر افغانان په شدیده خوارځواکۍ اخته شي.
د اکتوبر ۱۶ د خوړو نړیواله ورځ په ۱۹۴۵ م کال د ملګروملتو د خوړو او کرنې د ادارې یا فاو له لوري په دې هدف نومول شوې چې خلکو ته د ګټورو او صحي خوړو په اړه معلومات ورسول شي او د هغو انسانانو وضعیت منعکس شي چې کافي خواړه نه ورسېږي.
د ملګروملتو د دوو ادارو د وروستیو شمېرو له مخې، د خوړو د خوندیتوب د وضعیت د ارزونې نړیوالې کټګورۍ (IPC) اټکل کړی چې د ۲۰۲۶ کال له نوومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې به شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخ وي. دا د افغانستان د ټول نفوس ۳۸ سلنه جوړوي.
په پاکستان کې له زندانونو ۸۹ افغان کډوال خوشې او هېواد ته ستانه شوي دي
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روانه اوونۍ کې له پاکستاني زندانونو ۸۹ افغان کډوال خوشې شوي او د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد کسان په پاکستان کې د بند د بېلابېلو مودو له تېرولو وروسته خوشې شوي او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دې وزارت نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، راستنېدونکي د ننګرهار ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د لېږد په څانګه کې ثبت شوي او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
اکثره راستانه شوي کډوال په هیواد کې د سرپناه او کار له نشتوالي شکایت کوي او دا په داسي حال کې ده چې ژمی هم راروان دی.
م. م: ژمي کې به له ۱۹ میلیونو ډېر افغانان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي
ملګري ملتونه اټکل کوي چې نږدې ۴۰ سلنه افغانان به د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پرون په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې ښايي په راتلونکي ژمي کې له څه باندې ۱۹ میلیونو زیات افغانان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخامخ شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی چې تر راروان ۲۰۲۷ کاله به د شدیدې خوارځواکۍ پېښې څلورو میلیونو ته ورسېږي.
بل پلو، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) او د ملګرو ملتونو دوو نورو ادارو پرون په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې روان بشري ناورین لاهم د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه دی.
د افغانستان دننه ګڼ خلک کافي خوړو ته د نهلاسرسي له کبله شکایت کوي.
ملګرو ملتونو د ژمي له رارسېدو مخکې د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.
پاکستان کې سږکال له ۸۶ زرو ډېر افغان کډوال نیول شوي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ د اکټوبر تر ۱۰مې نېټې په پاکستان کې له ۸۶ زرو ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.
دې سازمان پرون پنجشنبه د «اکټوبر ۱۵مه» په یو راپور کې ویلي چې یوازې د اکټوبر له ۴مې تر ۱۰مې نېټې ۹۷۵ افغان کډوال نیول شوي او ۹۶۱ تنه نور له پاکستانه ایستل شوي دي.
د پاکستان حکومت د روان کال په جولای میاشت کې د افغان کډوالو د ایستلو تازه لړۍ پیل کړې ده.