شینجي کاګاوا، له جاپان څخه او نورالله امیري له افغانستان څخه د لوبې ډګر ته ننوتل.
بیا هم یوه غوره دفاع د ویس عزیزي له خوا.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پنځه لوبغاړو زیړ کارتونه اخیستي دي، دوی باید په ډېر احتیاط سره لوبه وکړي که یو بل زیړ کارت واخلي له راتلونکې لوبې اوټ کېږي.
ویس عزیزي وروسته له یوې غوره دفاع له مسیح سره ولږېد او ژوبل شو.