د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۳۲

افغانستان

ولسمشر غني: اداري فساد د قانون حاکمیت له ستونزو مخ کوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول امنیتي سکټور کې ادارې فساد د دې لامل کېږي چې د قانون حاکمیت له ستونزو سره مخ شي.

ښاغلي غني نن دا خبرې په کابل کې د "g7+plus" يا جګړه ځپلو او له بحران سره مخ هېوادونو د وزيرانو په غونډه کې وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ چې د ادارې فساد د لمنځه وړلو موضوع نه باید د خبرو تر کچې پاتې شي بلکې په دې برخه کې جدي مبارزه وشي.

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د سولې د ټينګښت پر څرنګوالي، اقتصادي، سياسي او امنيتي مسايلو بحث وشي.

دا لومړى ځل دى چې د يادو هېوادونو د وزيرانو ډله په کابل کې سره راغونډېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بدخشان کې د ۳ ولسوالیو لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال ووژل شو

بدخشان کې امنیتي ځواکونه

د بدخشان پولیس وايي، د درېیو ولسوالیو لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال په یوه وسله‌واله نښته کې ووژل شو.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي لومړی وسله‌والو طالبانو تېره شپه په راغستان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله وکړه چې وروسته‌یې په وړاندې امنیتي ځواکونو جګړه پیل کړه.

د مرګ‌ژوبلې په اړه‌یې ثناالله روحاني وویل: "په دې نښته کې د راغ، کوهستان او یاوان ولسوالیو لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال مولوي عطاالله چې په ابراهیم مشهور و، وژل شوی دی."

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي امنیتي ځواکونه په سیمه کې په فعال دفاعي حالت کې دي. وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

پولیس: کندهار کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

افغان امنیتي ځواکونه

د کندهار پولیس وايي، په تخته پل ولسوالۍ کې د سرې قطعې د مرستیال په ګډون اته وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل، لومړی وسله‌والو طالبانو غوښتل تېره شپه د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړي، خو د پولیسو پر کمین وربرابر شول.

هغه زیاته کړه: "دوی د پولیسو له‌خوا په شا تمبول شوي دي. ۸ وسله‌وال ترهګر وژل شوي دي چې په وژل شویو کې یو یې د سرې قطعې مرستیال بشیرمل هم شامل دی او ۳ نور ټپیان دي."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

هلمند کې یوه نفوذي پولیس خپل ځیني ملګري وژلي

د هلمند ولایت نقشه

د هلمند د والي ویاند تأییدوي چې په نادعلي ولسوالۍ کې یوه نفوذي پولیس خپل ځیني ملګري وژلي دي.

د والي ویاند عمر ځواک پېښه تأییدوي، خو وايي په پېښه کې درې پولیس ټپیان او ځیني نور وژل شوي دي.

بل‌خوا د پولیسو یوې سرچینې په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، دغه نفوذي کس د عبدالباري په نوم د یوه قوماندان په ګډون پنځه پولیس نن سهار وژلي او بیا تښتېدلی دی.

د حملې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

تېرو دوو اوونیو کې له ۸ میلیارده افغانیو ډېر عواید راټول شوي

د مالیې وزارت

د ۱۳۹۹ مالي کال د وږې میاشتې له ۱۴مې نه تر ۳۰مې پورې ۸ میلیارده ۴۲۳ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې له دې جملې ۵۹۳ میلیونه له مستوفیتونو، یو میلیارد ۷۲۶ میلیونه له مالیاتي عوایدو، یو میلیارد ۳۷۷ میلیونه له غیر مالیاتي عوایدو او ۴ میلیارده ۷۲۵ میلیونه له ګمرکونو څخه ترلاسه شوي دي.

نوموړي وویل چې د روان کال د وږې میاشتې د لومړیو دوو اوونیو په پرتله ۲ میلیارده ۵۸۶ میلیونه افغانۍ لوړوالی ښیي.

د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۱۶ میلیارده ۵۸۹ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.

د مالیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل نه د وږې میاشتې تر ۳۰مې پورې ۷۴ میلیارده ۹۸۷ میلیونه افغانۍ (۴۵٪) پراختیایي بودجه او ۱۸۳ میلیارده ۷۲۹ میلیونه افغانۍ (۶۰٪) عادي بودجه لګول شوې ده چې په ټوله کې د ملي بودجې ۲۵۸ میلیارده ۷۱۶ میلیونه افغانۍ (۵۵٪) جوړوي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ لومړنی نندارتون جوړ شو

په یاد نندارتون کې د افغاني او ایراني محصولاتو ۱۰۰ غرفې جوړې شوې دي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې لومړنی نندارتون نن په کابل کې جوړ شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغه یو ورځني نندارتون کې د افغانستان او ایران محصولات نندارې ته ایښودل شوي دي.

په یاده ناسته کې د ملي شورا یو شمېر غړي د خصوصي سکټور د رهبرۍ غړي او د دواړو هېوادونو متشبثینو ګډون کړی.

په یاد نندارتون کې د افغاني او ایراني محصولاتو ۱۰۰ غرفې جوړې شوې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي هیله‌مندي ښیي چې دغه نندارتون کې به افغاني او ایراني محصولاتو ته بازار موندنه وشي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ ایران سره د افغانستان کلنۍ راکړه ورکړه یو نیم میلیارد ډالرو ته رسېږي.

'ننګرهار کې له ۱۰۰ زیات طالبان وژل شوي'

ننګرهار ښار

د ننګرهار چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د دې ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال له ۱۰۰ زیاتو وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې او ۱۰ کلي يې له وسله‌والو تصفیه کړي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر نن په یوه بیان کې دا خبر ورکړی، خو د مړو او ټپیانو دقیق شمېر او د جګړې وخت‌یې نه‌دی ښودلی او دا یې هم نه‌دي ویلي چې ایا افغان ځواکونو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې که نه.

په بیان کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا د قوماندان جنرال محمد کریم نیازي له قوله راغلي چې وايي د دې عملیاتو په ترڅ کې د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا یو شمېر ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.

سروې: د نړۍ شااوخوا ۸۰ سلنه بې‌ځایه شویو دندې له لاسه ورکړي

د افغانستان په ګډون د ځینو نورو هېوادونو بیرغونه

د ناروې د پناه غوښتونکو شورا په نوم یوې غیر دولتي ادارې نوې سروې ښيي چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د جګړې له کبله شااوخوا ۸۰ فیصده بې‌ځایه شویو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

دا سروې د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر په ۲۱مه نېټه) خپره شوه.

دې ادارې د ۱۴ هېوادونو له ۱،۴۳۱ بې‌ځایه شویو او کډوالو سره خبرې کړي.

په دې سروې کې ۷۰ فیصده کسانو ویلي چې د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې يې د کورنۍ خواړه کم شوي او ۷۳ فیصده کسانو ویلي چې د اقتصادي ستونزو له کبله‌یې اولادونه ښايي ښوونځي ته لاړ نه‌شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۹م کال له پای او کرونا ویروس له پیلېدو راهیسې په ټوله نړۍ کې ۷۹.۵ فیصده کسان د جګړې له کبله بې‌ځایه شوي وو چې دا د نړۍ د انسانانو د شمېر یو فیصد کېږي. د کرونا ویروس وبا د کډوالو او بې‌ځایه شویو په ګډون هغه کسان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي چې وضعیت‌یې له مخکې ښه نه‌وو.

سویډن د افغان سولې خبرو کې د ښځو د شمېر د زیاتېدو غوښتنه وکړه

د سویډن د بهرنیو چارو وزیره ان لیند

د سویډن د بهرنیو چارو وزیره ان لیند وايي، د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره دوه خبرې ډېرې مهمې دي چې د تاوتریخوالي کمول او د مذاکراتو پر مېز د ښځو شمېر زیاتول دی.

مېرمن لیند دا خبره د دوشنبې په ماښام پر خپله ټويټرپاڼه لیکلې. تر دې مخکې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر هم د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دې ادارې ویلي په طالبانو باندې بیا غږ کوي چې تاوتریخوالي سمدستي بند کړي او ژر تر ژره اوربند وکړي.

همداراز د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما هم ویلي چې د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې زیاتېدو په اړه اندېښنه لري.

دې ادارې ویلي چې ښکېلې خواوې باید د خلکو د ساتلو لپاره سمدستي لاس په کار شي او د دوحې د سولې خبرو لپاره دې مناسبه فضا رامنځته کړي.

د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو ادارو استازو له عبدالله سره پر سولې وغږېدل

په دې غونډه کې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې پر پرمختګونو خبرې وشوې.

د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو ادارو استازو د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره په کابل کې ولیدل.

ښاغلي عبدالله پرون دوشنبه پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې په دې غونډه کې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې پر پرمختګونو خبرې وشوې.

ښاغلي عبدالله زیاته کړې چې د غونډې له ګډونوالو سره‌یې د سولې پر راتلونکو اقداماتو خپل نظر او د قطر پلازمېنې دوحې ته‌يې د خپل وروستي سفر په اړه معلومات شریک کړل.

د دې ټويټ پر اساس، د نړیوالې ټولنې استازو د افغانستان د سولې له خبرو سره بشپړه ملاتړ څرګند کړ او یو ځل بیا یې د تاوتریخوالي د کمېدو او دایمي اوربند غوښتنه وکړه.

اشرف غني: افغان ځواکونه د ټولې نړۍ امنیت ساتي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان ځواکونه د ټولې نړۍ د امنیت ساتنه کوي.

ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ (د وږې په ۳۱مه نېټه) د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان د ترورېزم او شبکو د جګړې قرباني دی، خو ده ټينګار وکړ چې افغانان باید پر خپلو امنیتي سرتېرو باور ولري.

ښاغلی غني زیاتوي: "غواړم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه له زړه مننه وکړم. هغوی نه‌یوازې زموږ ازادي او امنیت تأمینوي، بلکې د نړۍ امنیت هم خوندي ساتي."

ولسمشر غني زیاته کړه چې له ځواکونو د ملاتړ لپاره نور پروګرامونه او طرحې لري چې په نتيجه کې یې د هغوی مالي ملاتړ هم وشي.

د افغان ولسمشر څرګندونې په داسې حال کې دي چې هره ورځ لسګونه افغان امنیتي ځواکونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په حملو او چادنو کې وژل کېږي او ټپي کېږي.

بلخ چارواکي: د ملي امنیت لږ تر لږه ۵ سرتېري وژل شوي

ارشیف

د بلخ چارواکي تاییدوي چې د ملي امنیت لږ تر لږه پنځه سرتېري د طالبانو په برید کې وژل شوي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته د پوځیانو د وژنې په تایید سره وویل چې طالبانو تېره شپه د بلخ ولسوالۍ په پلاس پوش سیمې د ملي امنیت په یوې پوستې ډله ییز برید کړی.

فرهاد وویل پنځه سرتېري وژل شوي او د درېیو هغو سرتېرو له ډلې چې د طالبانو په لاس اسیر شوي دوه تنه یې ټپیان دي.

د بلخ د والي ویاند وویل چې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې خو دقیق شمېر یې له دوی سره نشته.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

یوناما او اروپايي ټولنې افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده

ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان او د اروپايي ټولنې استازولیو د تاوتریخوالي او د ملکیانو د مرګژوبلې د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

یوناما په خپل ټوېټر لیکلي چې له دې سره په یو وخت چې د سولې نړیواله ورځ لمانځو د افغان ملکیانو مرګژوبله هم زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما ویلي د ملکيانو د مرګژوبلې زیاتېدو اندېښمنه کړې او ښکېلې خواوې باید د خلکو د ساتنې لپاره سمدستي لاس په کار شي او هم د دوحې د سولې د خبرو لپاره مناسبه فضا رامنځته کړي.

اخوا په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ دفتر ویلي سره له دې چې نن د سولې نړیواله ورځ ده او د افغان سولې په تړاو په دوحه کې خبرې روانې دي خو د افغان ملکیانو مرګژوبله اوج ته رسیدلې ده.

اروپايي ټولنې ویلي په طالبانو باندې بیا غږ کوي چې تاوتریخوالي سمدستي بند کړي او ژر تر ژره اوربند وکړي.

لوګر کې کمانډو ځواکونو زر میله نیول شوې وسله ډایاګ ته وسپارله

دا وسلې یې په بېلابېلو عملیاتو کې له وسله‌والو مخالفینو نیولې وې.

په لوګر کې کمانډو ځواکونو زر میله نیول شوې وسله ډایاګ ته وسپارله.

افغان کمانډو ځواکونو د سپټمبر په ۲۰مه په لوګر کې هغه زر میله سپکه او درنه وسله چې د یاد ولایت په بېلابېلو عملیاتو کې يې له وسله‌والو مخالفینو نیولې وه، د بې‌وسلې کولو پروګرام ته وسپارله.

چارواکي وايي، د کمانډو ځواکونو دا لاسته راوړنه د دې څرګندونه کوي چې د افغان حکومت وسله‌وال مخالفین نه‌شي کولای د جګړې له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، نو له دې کبله سوله د ټولو افغانانو ګډو ارمانونو ته د رسېدلو غوره لاره ده.

د لوګر والي محمد اجمل شاه‌پور په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، د افغانانو د یو اباد او سوکاله هېواد هیله هغه مهال په حقیقت بدلېدلی شي چې دې هدف لپاره ولس او ټولې خواوې په ګډه کار وکړي.

چارواکي: کابل کې ماین چاودنې یو ماشوم وواژه

ارشیف

په کابل کې نن د ماین چاودنې په یوه پېښه کې یو یولس کلن ماشوم ووژل شو.

د کابل امنیه قومنداني وايي، دا پېښه د اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سیمه کې شوې ده.

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي رادیو ته په یو استول شوي لیکلي پیغام کې ویلي، چې دا د افغانستان د خلکو د سولې او سوکالۍ د دښمنانو کار دی.

نوموړي ویلي، د پېښې څېړل پیل شوي دي.

تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

کاپیسا کې ۶ امنیتي سرتېري وژل شوي

افغان سرتېري

د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې شپږ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل چې دغه سرتېري تېره شپه محب‌خېلو سیمه کې هغه مهال ووژل شول چې طالبانو یې پر پوستو بریدونه وکړل.

وژل شویو سرتېرو کې د شاکوټ امنیتي حوزې قوماندان او د هغه پنځه عسکر شامل دي.

شایق وایي، ځوابي ډزو کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو نور جزئیات‌یې ورنه‌کړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG