د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

نګین خپلواک لومړنۍ ښځینه ارکستره


په نننۍ خپرونه کې لومړی د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ ته ورغلې یم او له لومړنۍ افغانې ارکسترې نګین خپلواک سره غږېدلې یم، د خپرونې په دوهمه برخه کې به له ځینو مېرمنو نه واورو چې د پسرلي په راتګ سره یې څومره نیالګي کېنولي او د خپلو کورنو په زرغونولو کې یې څومره ونډه اخیستې ده.

زموږ په ټولنه کې سره له دې چې نجونې له مختلفو ټولنیزو او فرهنګي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، خو بیا هم په مختلفو برخو کې مبازره کوي، د دې مبارزو نجونو له ډلې نه یوه هم ۱۹کلنه نګین خپلواک ده چې اصلاً د کونړ ولایت اوسېدونکې ده، کله چې نګین نه شو کولای په خپل ولایت کې زده کړو ته ادامه ورکړي نو پلار یې کابل ته راوستله او د درس ویلو په خاطر یې په یوه روزنتون کې شامله کړه، وروسته بیا نګین له موسیقي سره مینه پیدا کړه او د موسیقي ډکر ته راغله، پنځه کاله کېږي چې د موسیقۍ په ملي انسټیټیوټ کې د موسیقي په زده کړو بوخته ده، نګین اوس د موسیقي په انسټیټیوت کې د ښځو د ارکستر مشري کوي او د دې برخې رهبري یې په غاړه ده.

نګین وایي، دا چې کله لومړی ځل موسیقي ډکر ته راغله د کورنۍ غړي یي خبر نه وو کله چې مور پوه شوه نو ورته غوسه وه خو پلار یې په دې برخه کې اصلي ملاتړ کوونکی و.

نګین خپلواک وایي، دا چې لومړی د موسیقۍ مکتب ته راغله لومړی یې رباب غږا وه بیا د ځینو کورنیو ستونزو له امله شپږ میاشتې په کور کېناسته، بیا یې د پلار په مرسته بېرته وکولای شول چې خپل هنر ته ادامه ورکړي او ان تر اوسه پورې یې د کورنۍ غړي د دې له مسلک سره مخالفت لري.

د خپرونې په دوهمه برخه کې په دې خبرې کوو چې مېرمنې او نجونې د ګلانو او نیالګیو په کېنولو کې څومره ونډه لرلی شي؟

د نوې کال په راتګ اکثره خلک د خپلې سیمې او چاپیریال د شنه او ښایسته کېدو په خاطر ګلان، شنه چمنونه او نیالګي کېنوي، خو دا چې نجونو په دې برخه کې څومره ونډه لرلې او په پسرلي کې په څومره ګلان او بوټي کرلي له یو څو نجونو نه به یې واورو.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:39 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG