د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د افغان کرکټ ټیم په وړاندې ټیمونه به تر تاثیر لاندې وي


د افغانستان کرکټ بورډ مسؤلین وايي چې د افغان لوبډلې سره مخامخ کېدونکې هره لوبډله به تر تاثیر لاندې وي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډلې په نړیوال جام کې تر اوسه خپلې دوه لوبې بایللي خو د سریلانکا او جنوبي افریقا سره د هیلو څخه پورته لوبو په نړیواله کچه د افغان لوبډلې مینه وال خورا ډېر کړي دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش وايي چې خلک دې په کوم لوبغاړي پسې بد نه وايي بلکې د افغان ټیم مجموعي لوبو او د نورو لوبډلو سره په مقایسې دې نظرونه ورکړي.

د جنوبي افریقا په وړاندې د افغان لوبډلې له ماتېدو وروسته له ښاغلي دانش سره د ازادي راډیو خبریال یوسف خان ځدراڼ د هندوستان په ممبی ښار کې مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلای چې ایا افغان لوبډلې په نړیوال جام کې د هیلو مطابق لوبې کړي دي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:11 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG