په هندوستان کې افغان سفیر وایي چې د کرکټ افغان لوبډله به د هندوستان له میدانونو نوی رنګ واخلي.
ښاغلي شیدا محمد ابدالي وايي چې هڅه کوي د هندوستان له لارې د افغان لوبډلې لپاره له ټولې نړۍ سره د پیاوړي اړیکو په جوړیدو کار وکړي.
ابدالي وايي چې یوازې نړېوال جام نه دی چې افغان لوبډله په کې په هندوستان کې لوبیږي بلکې د افغانانو لپاره له دې جامه وروسته ښه زیری لري.
په هندوستان کې چېرته چې د ۲۰۱۶ کال شل اوریز نړېوال جام روان دی زموږ همکار یوسف خان ځدرآڼ له ښاغلي ابدالي سره د کرکټ په اهمیت او پرمختګ خبرې کړي دي: