زموږ چاپیریال د یوه ځانګړي کلتور له مادي او معنوي توکو ډک دی.
زموږ د ژوند ژواک،چاپیریال او فکرونو ټولې لړۍ د کلتور د مادي او معنوي توکو په دایره کې راځي.
د کلتور کلمه چې د مادي او معنوي ارزښتونو د ټولگې په څېر تعبيريږي او د انسانانو په مرسته ايجاديږي؛ د لاتينې ژبې له رېښې څخه په بېلابېلو ډولونو او اشکالو اروپايي ژبو ته ورننوتلې ده چې په انگرېزي کې د کلچر په بڼه ده او په فارسي ژبه کې یې معادله کلمه فرهنګ ده.
موږ نننۍ خپرونه د کلتور یا فرهنګ پېژندنې، تغیراتو او تاثیراتو ته ځانګړې کړې، دا خپرونه دلته اورېدلی شئ.
جوړوونکی: محبوب شاه محبوب