د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

هایسم: د افغانستان د پرمختګ لپاره سوله یوه اړتیا ده


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی نیکولاس هایسم وایي دغه هېواد به په ۲۰۱۶ میلادی کال کې هم له هغو ستونزو سره مخامخ وي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې وو.

نوموړي پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې په ټولو برخو کې د افغانستان د پرمختګ لپاره د هغه هېواد سوله یوه اړتیا ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي پرون د دغه سازمان د امنیت شورا په هغې غونډې کې خبرې کولې چې د افغانستان او لېبیا د وضعیت د ارزولو لپاره جوړه شوې وه.

نیکولاس هایسم په غونډه کې وویل چې افغانستان به په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د تېر میلادي کال په څېر له یوې جدې ازموینې سره مخامخ وي چې باید په دې کال کې سیاسي انتقال په سمه توګه بشپړ او اقتصادي او امنیتي خنډونه له مخه لېري کړي.

هایسم زیاتوي د افغانستان حکومت باید د خپل ځان د ژغورلو لپاره پنځه ستونزي هواري کړي.

مخ په ځوړ اقتصادي حالت چې له کبله یې د بېکارۍ کچه ډېره شوې ده، د وسله والو مخالفینو جګړې چې د ډېرو خلکو په باور هېڅ ښه والی نه دی په کې راغلی او د سیاسي بېلوالي یوه فضا چې ورځ تر بلې یې ترمنځ واټن ډېرېږي په دغو ستونزو کې شامل دي.

پر دې سربېره باید افغانستان د روان کال په دوبي کې وکولی شي د وارسا او بروکسل په غونډو کې یو منځ مهالی مالي ملاتړ ترلاسه کړای شي او بلاخره ښاغلی هایسم یوې دایمي سولې ته رسېدل هغه څه بولې چې له دې پرته به په نورو یادو شویو څلورو برخو کې پرمختګونه له ګواښ سره مخامخ وي.

نیکولاس هایسم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ټینګار وکړ چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې به د ملي یووالي حکومت لپاره د بقا خوندیتوب یوه لویه ازموینه وي.

هایسم دا هم وویل چې بقا، بېحرکتي او یا د اوبو پر لوري مزل کول کومه مانا نه لري بلکې له ستونزو سره باید جدي چلند وشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي دغه راز د اقتصاد، حکومتولۍ، په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو او نورو مسایلو سر بېره په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګښت تمرکز وکړ.

هغه وویل چې افغانان سوله غواړي، هغوی د سولې مستحق دي او تر ټولو مهمه دا چې سولې ته اړتیا لري.

هایسم د غونډې ګډونوالو ته وویل چې تېره اوونۍ یې یو ځل بیا د طالبانو له سیاسي دفتر سره لېدلي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان سوله د افغانانو په خپلمنځي خبرو پورې تړلې ده او طالبان باید په دې مذاکراتو کې برخه واخلي، خو دی زیاتوي چې طالبان لا اوس هم له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته اماده نه دي.

نیکولاس هایسم ټینګار کوي چې هره لار د افغانستان د سولې لپاره پرمخ وړل کېږي، ملګري ملتونه به په دې بهیر کې د ښځو ګډون وهڅوي تر څو کره شي چې د افغان مېرمنو غږونه د ټولو غوږونو ته رسېږي او د هغوی حقونه خوندې پاتېږي.

نوموړي دغه راز په تېر یوه کال کې په افغانستان کې ملکي تلفاتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې په دې کال کې تر ۱۱ زره ډېر ملکي وګړي په افغانستان کې مړه او ټپيان شوي دي چې څلورمه برخه یې ماشومان وو.

د هایسم په خبره ددغو تلفاتو ترشا د هغوی د پاتې کسانو غم او ماتم باید هېر نشي.

XS
SM
MD
LG